تاند- د افغانستان په شمال کې مېشتو جرمني پوځیانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د تدریجي وتلو په لړ کې د یوې مهمې پوځي اډې کنترول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره.
د جرمني دفاع وزیر توماس دي مایزیرې نن وویل چې ځواکونو یې د کندوز اډه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلې ده.
کندوز ته شاوخوا لس کاله پخوا دوه زره جرمني پوځیان استول شوي ول. په افغانستان کې ۳۵ جرمني پوځیان وژل شوي چې د هغو له منځه شل په کندوز ولایت کې وژل شوي دي.
دا اډه په جرمني کې وروسته له دې خلکو زیاته وپېژندله چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د دې اډې د جرمني قومندان په امر د ناټو الوتکو پر دوو تښتول شویو ټانکرونو په بمباري کې شاوخوا یو نیم سل ملکیان ووژل.
د دې پېښې په خاطر د جرمني حکومت په داخل کې له سختو سیاسي نیوکو سره مخامخ شو او د دفاع وزیر په شمول یې څو جګپوړي چارواکي استعفا ته مجبوره شول.
څلور امریکايي پوځیان ووژل شول
د افغانستان په جنوب کې څلور امریکايي پوځیان نن په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.
د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلافي ځواکونه وايي، څلور پوځیان یې په جنوب کې وژل شوي دي.
د امریکا د پوځ یوه چارواکي تایید کړه چې څلور واړه امریکايي پوځیان د چاودېدونکو موادو په اثر وژل شوي دي.
د دغو څلورو پوځیانو له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۱۳۲ تنو ته ورسېد. د دغو پوځیانو په منځ کې ۱۰۲ امریکایان دي.
وروستۍ پېښې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۱۴۶ تنو ته ورساوه.