تاند- په جرمني کې څارنوالانو پر یوه ۲۸ کلن افغان، چې په غیرقانوني ډول یې وسله له ځان سره ساتله، تور پوري کړی چې پخوا د طالبانو د ډلې غړی و.
د جرمني فدرالي څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ /فبروري۱/ وویل چې دغه مشکوک کس، چې یوازې (واجد. ایس) معرفي شوی، باور کېږي چې په ۲۰۰۹ م کال په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره ملګری شوی او له دې ډلې څخه یې وسلې او تریننګ ترلاسه کړی دی.
څارنوالان وايي چې دغه سړي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د افغانستان په کاپیسا ولایت کې په جګړه کې برخه اخیستې او په ځلونو یې پر افغان پولیسو بریدونه کړي دي.
ساجد ایس، چې د جرمني د قوانینو د ممانعت له مخې یې اصلي او بشپړ نوم په رسنیو کې نه دی اعلان شوی، د تېر کال د اکتوبر په ۲۷ مه ونیول شو. ده ادعا کړې وه چې ۱۹ کلن دی، خو تحقیق کوونکو وروسته معلومه کړه چې نوموړی ۲۸ کلن دی.
څارنوالانو نه دي ویلي چې ساجد کله او یا څرنګه جرمني ته ځان ورساوه.
جرمني افغان طالبان د بهرنیو تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړي دي.
بايد د خبلو اعمالو جزا وويني
دا طالب بايد د خبلو اعمالو سزا وويني