نوربادشاه يوسفزی –

د جرمني د حکومت له خوا افغان مهاجرين بيرته وطن ته ستنولو په اړه روانو خبرو اترو د جرمني هیواد په بیلابیلو برخو کې ميشت کډوال له سخت تشويش او اندیښنو سره مخ کړي دې, د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دي ميزري تيره ورځ د جرمني په برلين ښار کې خبريالانو ته وویل چې په زرګونو افغان مهاجرين به بيرته خپل وطن ته ستانه کړي هغه زیاته کړه دا د منلو وړ نده چې د مهاجرينو په لسټ کې افغان دويم ځای ولري, ده د په وينا دغه مهاجرين دې د خپل هيواد په جوړولو کې دې برخه واخلي د دغه مهاجرينو اسناد به د 25 دسمبر د کرسمس پورې و ارزول شي او هغه چې مستحق نه دي بيرته به ستانه کړی شي دا خبره ښاغلي ميزرئ په داسې مهال کړې چې انګيلا ميرکل حکومت ګراف د مهاجرينو اړوند د سياست له کبله ډېر راغورځېدلی دی.

جرمني د کورنيو چارو وزير د بيان روسته په جرمني کې ميشته افغان مهاجرين د سخت تشويش سره مخ شوي دي او د خپل راتلونکي ژوند په اړه فکر مند دي. ددغو کډوالو عمرونه د اتلسو نه تر ديرش کالو پورې دي. دوي اوس دا فکر کوي چې دوه درې کاله يې دلته د اسنادو په تمه تير کړل او که اوس د جرمني هيواد د دې فيصلې د ډاره پرېږدي نو هم يې دوه درې کاله ضايع کيږي او که نه يې پريږدي نو د بيرته ليږلو د خطر سره مخ کيږي نو دغه رقم اوس افغان مهاجرين د يوې ختمي نتېجې په تمه دي او تر ډېر حده يې دلته روان خپل مصروفيات ځنډولي دي.

جرمني کې د مهاجرينو په لسټ کې د افغان مهاجرینو ګراف هغه مهال لوړ شوی چې د ايران خلقو په جرمني کې ځانونه افغانان ورکړي دي او د هرات ولايت اوسيدونکي يې معارفي کړي دي, ولې ايران خپله يو پرامن ملک دی نو ځکه یې وګړي يې دلته په جرمني کې د ايران په نوم د قبليدو هيڅ امکان نلري.

يو شل کلن افغان چې په جرمني کې مهاجر دی وايي که وطن ته واستول شي نو ژوند به یې تباه شي, وطن کې مو جنګ دې, روزګار نشته, ډګري اخيستو روسته د ښونکي وظيفه نه ترلاسه کيږي, که د افغانستان دولت واقعي هم په خارج کې ميشته مهاجر خپل وطن ابادولو ته راغواړي نو لومړي په هيواد کې ميشته ځوانان څنګه وظيفې نلري, دې وايي جرمني هيواد بايد د سوريې د خلقو په شان د مخکې په شان اوس هم د افغان مهاجرينو پام وکړي.

One thought on “جرمني کې ميشت افغانان د تشويش سره مخ شوي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *