تاند- د جرمني څارنوالانو یو افغان د طالبانو په غړیتوب او په افغانستان کې پر پولیسو په حملو تورن کړ.

د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر نن /پنجشنبه/ وویل، ۲۱ کلن حکمت د ۲۰۱۳ په نیمايي کې له طالبانو سره له یوځای کېدو وروسته جنګي روزنه ترلاسه کړې او پر پولیسو یې په ۴ حملو کې برخه اخیستې ده.

د جرمني فدرالي څارنوالي وايي«حکمت په دوو حملو کې له کلاشینکوف څخه په استفادې پر افغان پولیسو ډزې کړي. څرګنده نه ده چې د ده په ډزو کوم افغان پولیس وژل شوی یا ټپي شوی او که نه دی.»

د جرمني فدرالي څارنوالۍ په خپله خبرپانه کې نه دي ویلي چې حکمت کله جرمني ته تللی او ایا د پناه غوښتنه یې کړې او که نه ده، خو دا یادونه یې کړې چې دی د ۲۰۱۴ کال په پیل کې له طالبانو جلا شوی دی.

څارنوالي وايي چې پر حکمت د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې د غړیتوب رسمي تور لګول شوی او نوموړی د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۱ مه ونیول شو.

حکمت لا محاکمه شوی نه دی خو په توقیف کې دی.

پر ده رسمي تورونه د مارچ په شلمه ولګول شول.

دا هم نه دي ویل شوي چې څارنوالۍ څرنګه پوه شوه چې حکمت له طالبانو سره په جګړه کې برخه اخیستې ده. دا احتمال هم شته چې نوموړي په دې هیله چې د پناه غوښتنلیک یې ومنل شي، لاپې وهلې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *