تاند- جرمني ۱۴ تنه افغانان، چې د دغه هیواد د پولیسو په وینا خطرناک او مجرمان ول، په الوتکه کې کابل ته راولېږل.

دا له ۲۰۱۶ راایسته لسم ځل دی چې جرمني افغانان خپل هیواد ته ستنوي.

د بایرن ایالت له مرکز مونشن څخه تېره شبه په یوه جرمنۍ الوتکه کې ۱۴ تنه افغانان ولېږل شول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ور وستۍ جوپې د جرمونو یا د جرمني امنیت ته د هغوی د خطر د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ویبپاڼې له مخې، په استول شویو کې ۶ تنه مجرمان ، دوه تنه د جعلي هویت درلودونکي او یو خطرناک وو.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوشیم هیرمان وویل«خطرناک، مجرم او د جعلي هویت درلودونکي زموږ په هیواد کې امنیتي ستونزې پېښوي.»

د جرمني رسنۍ د چارواکو په قول وايي چې په لیست کې ۵۸ تنه شامل ول خو یوازې ۱۴ یې په الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول.

په ۲۰۱۷ م کال له بایرن ایالت څخه ۳۲۸۲ تنه خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.

د هغوی په منځ کې ۵۶ تنه افغانستان ته لېږل شوي دي.

په مجموع کې جرمني تېر کال ۱۲۱ تنه افغانان بېرته افغانستان ته رالېږلي دي.

تېره شپه د افغانانو له استولو سره په یو وخت په مونشن کې شاوخوا ۲۰۰ تنو مظاهره وکړه او د افغانانو د استولو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *