د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۸ نیټه د غزنوي دورې یو مهم تاریخي اثر په جرمني کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شو. په هغه غونډه کې چې د آلمان د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو MKG hamburg موزیم په تالار کې جوړ شوي و. په جرمني کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالجبار آریایي او د دغه سفارت د کلتوري آتشې د دفتر مسوول علم ګل سحر د MKG hamburg موزیم ریس او کارکوونکو او د جرمني یو شمیر فرهنګیانو او خبریالانو ګډون کړی و.

لومړی د هامبورګ د هنر او لاسې صنایعو د موزیم ریسې میرمن تولګا بیرل د افغانستان د دغه لرغوني تاریخي اثر د ساتلو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې په جرمني کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالجبار آریایي د لرغونو اثارو د ساتلو په برخه کې د افغان دولت په هڅو خبرې وکړې او د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو د موزیم له کارکوونکو څخه یې د دغه تاریخي اثر د ساتلو او افغانستان د سپارلو له امله مننه وکړه هیله یې وکړه چې د نړۍ د هیوادونو نور موزیمونه او خصوصي ادارې که د افغانستان داسې لرغوني اثار په واک کې لري افغان دولت ته وسپاري.

د غونډې په پای کې د افغانستان دغه لرغونی تاریخی اثر د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو موزیم د ریسې لخوا د افغان سفارت شارژدافیر او په جرمني کې د افغانستان فرهنګي آتشې علم گل سحر ته وسپارل شو.

د یادولو وړ ده چې د غزنوي دورې د سلطان مسعود د سلطنتي ماڼۍ د دیوال دغه مرمرینه ټوټه پنل panel چې د دولسمې میلادي پیړۍ اړوند دی، چې له 1957 تر 1966 کلونو کیندنو او څیړنو په پایله کې تر لاسه شول او د غزني موزیم ته سپارل شوی و چې بیا د ۷۰ لسیزې د ګډوډیو له امله غلا شوی و د MKG hamburg موزیم دغه تاریخی اثر په ۲۰۱۳ کال کې د پاریس په یوه لیلام کې پیرلی و او له څیړنو وروسته جوته شوه چې دا اثر غلا شوی او د افغانستان اړوند دی.

د افغانستان دغه لرغونی تاریخی اثر اوس په جرمني کي د افغانستان لوی سفارت ته را لیږدول شوی چې د افغانستان ملي موزیم ته به وسپارل شي.

په جرمني کې د افغانستان د فرهنګي آتشې دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *