تاند – یو پاکستانی وګړی په جرمني کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.‌

د پاکستان د اکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د اسوسیټډ پریس خبري اژانس له قوله لیکي چې،‌ دغه پاکستانی سید مصطفی نومیږي، ۳۱ کاله عمر لري او د سه شنبې په ورځ د جرمني په شمالي ښار بریمین کې نیول شوی دی.‌

په سید مصطفی باندې تور لګېدلی دی چې د جرمني – اسراییلي اړیکو د پخواني مشر رینهولډ روبي او د هغه د نژدې همکارانو په هکله یې ایران ته جاسوسي کوله.

ای بي سي نیوز د جرمني د بېلډ ورځپاڼې په حواله وایي چې، سیدمصطفی د اکتوبر په میاشت کې د رینهولډ او د هغه د ملګرو په هکله د ایران یوې جاسوسې ادارې ته یو لړ معلومات ورکړي دي، خو رینهولډ ورته ویلي دي چې هغه د داسې کسانو له خوا په دغه ډول کارونو حیران نه دی او وبه نه ډار شي.‌

یو شمېر رسنیز راپورونه ښیي چې، ګڼ شمېر پاکستاني وګړي نه یوازې په پاکستان کې دننه بلکه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پیسو په مقابل کې بېلابېل غیرقانوني او افراطي کارونه ترسره کوي.‌ تېره اونۍ پولیسو په هسپانیا کې درې تنه پاکستاني وګړي داعش ته د پروپاګند په تور ونیول.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *