تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: افغان چارواکي وايي، نن سهار له جرمني څخه کابل ته په یو پرواز کې ۳۶ افغان راشړل شوي کډوال رارسېدلي دي.

دا له ۲۰۱۶ راهیسې په جرمني کې د نامنل شویو افغانانو ۲۹مه جوپه ده چې کابل ته رالېږدول کېږي.

تر اوسه له جرمني څخه ۷۵۶ افغان کډوال راشړل شوي دي چې په اړه یې د بشري سازمانونو نیوکې هم زیاتې شوې دي.

همدا تېره ورځ د بشري حقونو سازمان پراوازول ویلي وو، چې د جرمني لخوا ناامن افغانستان ته د کډوالو ستنولو دوام هیښوونکی کار دی.

په افغانستان د پراوزول سازمان لخوا د ناامنه هېواد نوم په داسې حال کې ایښودل شوی چې سږ کال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تر دې دمه ۲۵۰۰ تنه ملکي افغانان په بریدونو او جګړو کې وژل شوي او ۵۶۰۰ نور ژوبل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *