تاند – په جرمني کې مېشت افغانان شکایت کوي چې د دغه هېواد د بایرن یا بواریا ایالت په مرکز مونشن کې د افغانستان کونسلګري له مراجعینو سره ناوړه چلند کوي.
یو شمېرافغانان وایي چې دغه کونسلګري د افغانستان پاسپورټ په مونشن کې د کوم دوکاندار له لارې په ۵۰۰ یورو خرڅوي، دا په داسې حال کې ده چې په جرمني کې د افغانستان د پاسپورټ بیه ۱۲۰ یورو ده.
په جرمني کې مېشت یوه افغان مدني فعال عارف تلاش په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «مونشن کې یو دکاندار دی ۵۰۰ یورو اخلي مونشن قونسلکرۍ سره اړیکې لري افغاني پاسپورټ په ۳ هفتو کې درکوي. دې قونسلګري کې حتی ویل کیږي چې پاکستانیانو ته پاسپورتونه د پیسو په مقابل کې ویشل شوي دي».
دایان یوسفزي هم د ښاغلي تلاش خبره تایید کړې او لیکلي یې دي، « قسم په رب چی د بلجیم انتویرپ ښار کی یو پاکستانی راته وویل چی دافغان په نوم می یو کلن ځواب اخستی او بیا د افغانستان پاسپورت می په منشن ښار کی دوکاندار په واسطه په پیسو واخست».
په مونشن کې مېشت د ټولنیزو رسنیو یوه افغان فعال وزیر ځدراڼ هم په خپله فیسبوک پاڼه دا موضوع راپورته کړې او د بهرنیو چارو له وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې په دې هکله دې غور وکړي.
د مونشن د کونسلګرۍ په رابطه دا هم ویل کیږي چې له ورتلونکیو خلکو په ځانګړې توګه پښتنو سره ناوړه چلند کوي.
د عبدالله په نامه یوه ۱۳ کلن افغان ماشوم تاند ته وویل، «مونږ څه وخت مخکې کونسلګرۍ ته ورغلو. کاکا هلته چې خلک کار کوي په غوسه وي، بدې خبرې کوي او مونږ چې ورته سلام کاوه د سلام ځواب به یې هم نه ویل،»
تاند هڅه وکړه چې په مونشن کې د افغانستان کونسلګرۍ سره ټیلیفوني تماس ونیسي او په دې هکله یې نظر معلوم کړي خو ټیلیفون یې ځواب نه ورکوي.