جرګه او مركه په پښتني دودونو او عنعنو كې ډېر لوړ ځاى او اهميت لري او تاريخي لحاظ په پښتني ټولنه كې له ډېرې لرغونتيا نه برخمنه ده. له تاريخي څېړنو څخه څرګندېږي چې لرغوني اريايانو به خپلې زياتره ټولنيزې سترې او كوچنۍ مسئلې د جرګو مركو له لارې حل و فصل كولې.

دوى په عمومي توګه دوه ډوله جرګې درلودې چې يوې ته يې (سيمتي) او بلې ته يې (سبها) ويله. په لومړۍ كې به د قبيلې سپين ږيري او مشران راغونډېدل او دويمې يې كليواله بڼه درلوده، يا په بله ژبه (سيمتي) په اوسني مفهوم د مشرانو د جرګې رول درلود او د قبيلې سترې مسئلې لكه مشر ټاكل، د خپل ټآټوبي نه دفاع او داسې نورې به يې حل كولې او (سبها) د يوې وړې كليوالې جرګه ګۍ يا مركې دنده درلوده، چې په كوچنيو كليوالو مساېلو به يې غور كاوه.

دا چې په پښتني دود کې جرګې او مرکې ډېر اوچت ځاى لري. د جرګې پرېکړه او فيصله په پښتنو کې د يو قانون حکم لري او هر څوک چې د جرګې له حکم نه سر غړوي، سربېره پردى چې پړ او ملامت ګڼل کېږي، لازمه سزا هم ورکول کېږي.

که چېرې د دوو تنو يا اولس په منځ کې يوه غټه لانجه او دعوه پېښه شي؛ نو د دغه کار دپاره د کلي يا اولس لخوا قومي جرګه جوړېږي. په کومه جرګه کې که څوک واک نه ورکوي، نو جرګه خپله فيصله اوروي؛ مګر د نه منلو په صورت کې بيا بله جرګه جوړېږي او جرګه والا کوښښ کوي چې خامخا د دواړو خواؤ ترمنځ روغه جوړه وکړي.

کله چې جرګه راغونډه شي، نو له دواړو خواؤ نه واک اخلي او په منځ کې يوه مچلګه([1]) هم کېږدي.

که چا د جرګې فيصله ونه منله نو مچلګه يې له منځه ځي او د جرګې له خوا ورسره تګ راتګ بندېږي. كله كله د جرګې له حكم نه سرغړوونكي ته د قوم له خوا ډېرې سختې سزاګانې هم وركول كېږي، (چې په هغو كې د كور سوځول او له سيمې نه فرارول هم شامل دي) وركول كېږي.

جرګه په دوه ډوله ده:

يوه لويه جرګه ده او يوه وړه. لويه جرګه د غټو او لويو قومي مسئلو لپاره جوړېږي او وړه جرګه د کلي او سيمې د لانجو او دعوو د پرېکړو لپاره منځته راځي.

يا په عام مفهوم سره زموږ په هېواد كې جرګې په دوو بڼو جوړېږي، يو په كليواله او سيمه يېزه سطحه د خلكو ترمنځ د شخړو او مساېلو د هوارولو لپاره، چې دې ته كليوالي او سيمه يېزې جرګې وايي، بله يې په ملي سطحه د يو ستر ملي مقصد لپاره جوړېږي چې هغه لويې جرګې بولي او زموږ د هېواد تاريخ په ځآنګړې توګه په وروستيو دوه درېو پېړيو كې د هېواد د مشرتابه د ټاكلو، د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې د پاڅونونو او نورو لويو ملي مساېلو د حل و فصل لپاره جوړې شوي، لكه احمدشاه بابا په کندهار کې د لويې جرګې له خوا په (١١٦١هـ) کال کې د پاچا په توګه انتخاب شو.

د امير امان الله خان په وخت کې (١٣٠١ش) کې د نظامنامې د جوړولو دپاره لويه جرګه راغوښتل شوې وه. دغه شان هر وخت، د يو لوى قومي مقصد لپاره لويې جرګې جوړې شوي دي او هر يوې يې په خپل وخت او ځاى ډېرې ارزښتناكې اغېزې او پايلې لرلې او ملت يې په ډېرو حساسو وختونو كې له سترو بحرانونو څخه غورلى دى.

لويه جرګه په پښتني قانون کې د اولسي جرګې ځآى لري؛ خو دومره ده چې د يوې ټاکلې نېټې لپاره وي او يوازې د يوې موضوع او پېښې د پرېکړې دپاره جوړېږي.

جرګه د پښتنو د جمهوريت يوه غوره نمونه ده، په جرګه کې مشران او کشران يانې سپين ږيري او ځوانان ټول برخه اخلي. مګر زيات واک د مشرانو او سپين ږيرو په لاس کې وي. خو د ټولنيز موقف او امتياز په پام كې نيولو پرته هر څوك خپل نظر څرګندوي. وايي د هندوستان پښتني واكمنو سلطان بهلول لودي او شېرشاه سوري د افغاني سردارانو ځانګړې جرګې درلودې، كله چې به دا جرګې د كومې مسئلې او ستونزې په باب د حل و فصل لپاره جوړېدلې، دوى به له پاچاهي تخت څخه راښكته كېدل او د عادي پښتنو په ډول به كېناستل او په ونډه كې به يې له نورو څخه هېڅ امتياز نه درلود.

په جرګه كې بحث ازاد وي، خو ناوړه او بې باكه خبرې په كې منع وي. كه څوك كومه ناوړه خبره له خولې راوباسي، د هغه سزا دا ده، چې جرګه ورته مخ اړوي او ورته وايي، چې (( بد )) دې وويل، ته ملامت يې، بس همدغه خبره بيا د پښتون لپاره مرګ دى.

هر ويناوال د خپلې وينا په پيل كې د خپل مدعا سره سم لنډ حكايتونه، روايتونه او مثالونه د سريزې په توګه بيانوي او بيا اصلي مدعا ته راځي او په عين مدعا كې په خوږه لهجه، چې د پخوانو هوښيارانو اقوالو ته پكې حوالې وي، بحث كېږي.

زياتره د خپلې مدعا د ثبوت لپاره متلونه راوړي او دا متلونه د خلكو په نزد د يوې مدعا لپاره قطعي ثبوت ګڼل كېږي.

څوک چې د پښتني قانون څخه ښه خبر وي او تر ټولو زيات مشر وي، خو پرېکړه د رايو په ډېرښت کېږي، پوه سړي ته جرګه مار او نورو غړو ته جرګه تيان وايي.

د جرګې وخت د موضوع په څرنګوالي او څومره والي پورې تړلى دى، داسې جرګې هم شته، چي ورځې-ورځې وربآندې تېرې شي.

وخت د دې لپاره دى، چې تر څو صحيح او منلى صورت او لاره چاره معلومه شي او ټول مجلس پرې قانع شي.

په حقوقي او جزايي معاملو کې د جرګې د ډوډۍ او خوراک خرڅ او تاوان دواړه لورى په شريک ډول ورکوي. مګر په لويو ولسي جرګو کې د ډوډۍ او خوراک انتظام د اولس او قوم له خوا نه کېږي.

مرکه:

په پښتني دودونو کې يوه کوچنۍ جرګه ده، چې د څلورو پينځو تنو څخه نه زياتېږي او جرګه ګۍ يې بولي. مرکه د وړو معاملو او کوچنيو لانجو او کارونو دپاره جوړېږي.

که څوک د چا نه لور-خور يا پټى يا بل شى غواړي؛ نو د يو څو تنو مرکه ورلېږي. د مرکې خلکو ته مرکچيان وايي، د مرکې مننه هم د پښتني قانون يوه لازمي خبره ده.

که څوک يوه مرکه ونه مني؛ نو بيا بله هم ورلېږل کېږي او تر درې ځله پورې دوام کوي. د مرکې نه مننه کومه سزا نه لري؛ خو خپل منځى خپګان ترې پېدا کېږي.

لنډه دا چې جرګه د پښتني ټولنې د جمهوريت غوښتنې او اولسي روحيې غوره نمونه ده او ډېر ځله د يو ملي مركزي حكومت له موجوديت نه پرته دوى ځانګړي، قبيلوي او اولسي ستونزې د همدغو جرګو له لارې حل شوي او ټولنه د دغه اولسي نظم په چوكاټ كې پرمخ تللې ده. پښتانه جرګه د پښتونولۍ يو ستر بنسټ ګڼي او د خوشحال بابا په دې وينا باور لري، چې وايي:

بې جرګې نه به هېڅ كار په لاس وانخلي

كــــه خبــــروي د جــــرګـــې پـــه بــركت

په مينه

صادق الله صادق

[1] (( د ټوپک او پيسو ضمانت ته وايي )).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *