په جلال اباد کې د کابل بانک مخته چاودنې ۳۳ تنه ووژل

هوا لا پوره نه وه رڼه شوې چې له دفتره د سیند غاړې ته ولاړم. د اوبو غاړې ته کښیناستم. د پراګ سیند ورو ورو بهیږي. اوبو ته مې کتل او د جلال اباد ننۍ چاودنه مې له ذهنه نه وتله. په فیسبوک کې مې د چاودنې لید��ی فلم تر سترګو سترګو کیده. سر ته به مې ټکان ورکړ، اوبو ته به ځیر شوم خو فلم نه خلاصیده بیا بیا او بیا به له سره تر پایه زما په ذهن کې تیر شو.

سترګې مې پټې کړې او په لوړ غږ مې اه وکړ. یو ښځینه غږ مې تر غوږ شو، ورو یې راته وویل:

– ښه یې

چکۍ وه. پورته مې ورته وکتل ، سر مې ورته وخوځاوه. دا راته په جګو پښو کیناسته. لکه پوښتنه چې کوي. حیرانه شوم چې څه ورته ووایم. خو ورته ومې ویل چې په وطن کې مو چاودنه شوې.

څڅ څڅ څڅ یې وکړ. بیا یې پوښتنه وکړه. په کوم ځای کې. ما ورته وویل په افغانستان کې.

نجلۍ پاڅیده:

– هلته خو هر وخت جګړې وي

د دې خبره بده راباندې ولګیده خو رښتیا یې ویلي وو. اوبو ته مې وکتل. زما په وطن کې ویني همداسې بهیږي. په چکۍ پسې مې وکتل. ژر ژر رهي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *