تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: په ننګرهار کې د بریښنايي تذکېرو د وېش پر یو مرکز ځانمرګي برید ګر ورننوتي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې لږ تر لږه درې ځانمرګي بریدګر نن ماسپښین یوه بجه او ۳۰ دقیقې دریمه ناحیه کې د تذکیرو د وېش په مرکز ننوتي دي، چې تر اوسه یې بو بریدګر د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی او نور په جګړه بوخت دي.
نوموړی وایي، لومړی د دفتر مخې ته چاودنه شوې بیا ځانمرګي دفتر ته ننوتي دي چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکیان ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې، له بریدګرو سره ایسار ۱۰ کسان یې تر اوسه ژغورلي خو ځانمرګو لا هم ګڼ ملکیان ګروګان نیولي دي.