تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: ځايي چارواکي په ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ورځ د پرله پسې ۱۱ چاودنو له کبله د ۱۳۱ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا بریدونه په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې شوي دي چې۱۰۰ ډېر کسان یې ټپيان کړي دي: (( چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو له کبله شوي، درې چاودنې د صوتي بمونو وې او پاتې بمونه افغان ځواکونو خنثی کړل.))
د خوږیاڼي په خبره د دریو ټپیانو وضعیت ښه نه دی.

بلخوا د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز وايي، څلورمه حوزه کې د عید ګاه جومات سره چاودنې ۵ کسان ټپیان کړي دي: (( بم د سړک غاړې ګلدانونو کې ځای پر ځای شوی و، دوه ټپیان ښه نه دي.))

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، دښمنانو هڅه وکړه چې جشن پر خلکو خراب کړي، مګر خلک لا هم په پوره جوش د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *