تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: جلال اباد ښار کې چاودنې د یو ماشوم په ګډون لس ملکي وګړي وژلي او ۲۷ نور ټپيان کړل .
جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ سره نږدې نن مازیګر نږدې ۴ نیمې بجې د ملي اردو د جلب او جذب کاسټر موټر ته څېرمه په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې .
ولایتي چارواکي تاند ته وايي، په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون لس ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲۷ نور ټپيان دي .
د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي چې د یو شمیر ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی دی .