احیل شریف

تاند- د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د دغه هیواد پخواني لوی درستیز راحیل شریف ته بلنه ورکړه چې په جماعت اسلامي کې شامل شي.

راحیل شریف تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ د لوی درستیزۍ له درې کلنې دورې وروسته تقاعد شو. د ده لوی ویاړ دا دی چې په وزیرستانونو کې یې د اسلام په نوم جنګېدونکي سختدریځي سخت وځپل. او جماعت اسلامي هغه ډله ده چې تل یې د پاکستان په ګاونډیو هیوادونو هند او افغانستان کې د دغه ډول سختدریځو د جګړې کلک ملاتړ کړی دی.

د جماعت اسلامي مشري اوس د سراج الحق په غاړه ده.

د جماعت اسلامي یوه مشر وسیم اختر د جمعې په ورځ متقاعد جنرال راحیل شریف ته د جماعت اسلامي د غړیتوب بلنه ورکړه، ویې ویل چې په جماعت اسلامي کې د راحیل شریف غړیتوب به د پاکستان په سیاسي سیستم کې لوی بدلون راوړي.

د جماعت اسلامي عمومي منشي لیاقت بلوچ هم تایید کړه چې ګوند یې د راحیل شریف په شان د شخصیتونو هرکلی کوي.

وسیم اختر ویلي چې راحیل شریف د تروریزم پرضد په مبارزه کې بریالی و او که سیاسي ډګر ته راووځي هیواد به مثبت لور ته بوځي.

راحیل شریف د پاکستان د لوی درستیز په توګه د پاکستانیانو له مزاج سره سم کارونه کړي ځکه یې په دغه هیواد کې ښه نوم ګټلی دی.

ډېر پاکستانیان وايي، راحیل شریف د افغان طالبانو پر سر له امریکا او افغانستان سره معامله ونه کړه خو پاکستاني ضد طالبان او نور سختدریځي یې وځپل.

سره له دې چې پاکستان د ګاونډیو هیوادونو لپاره د مذهبي ډلو ملاتړ کوي خو اکثره عام (پنجابي) پاکستانیان او د دغه هیواد پوځ د خپل هیواد د واک لپاره مذهبي ډلې نه خوښوي، همدا علت دی چې د پاکستان په ۶۹ کلن تاریخ کې تراوسه پوري حتي یو وار هم مذهبي ډلې واک ته نه دي رسېدلي.

ښايي همدې مسلې ته په پام راحیل شریف ونه غواړي چې په جماعت اسلامي کې شامل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *