تاند- جماعت الاحرار د خپل مشر عمر خالد خراساني له وژل کېدو وروسته نوی مشر معرفي کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، وروسته له دې چې د پاکستاني وسله والې ډلې جماعت الاحرار مشر خالد خراساني په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، دې ډلې په پاکستان کې د حملو د زیاتولو لپاره عثمان خالد خراساني خپل نوی مشر ټاکلی دی.

د عمر خالد خراساني اصلي نوم عبدالولي و او له ډېرې مودې راهیسې د جماعت الاحرار مشر و.

جماعت الاحرار له پاکستاني طالبانو جلا شوې څانګه ده خو د حملو تمرکز یې پر پاکستاني پوځیانو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *