د روان کال (۱۳۹۳) د عقرب په ۱۶ مه جمعیت اصلاح په اریانا کابل هوتل کې د «کنفرانس بزرګ: اسلام دین اعتدال و میانه روي» تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه. دا چې غونډې ته د «کنفرانس بزرګ» صفت کارول شوی و، ښه به دا وای چې ویناوالو خبرې کړې وای، او ناستو کسانو ته هم د پوښتنې کولو او په بحث کې د ونډې اخیستلو فرصت ورکول شوی وای. خو نه پوهېږم، د کوم مجبوریت له مخې، په یو مجهز صالون او د مایک، ویدیو یي کمرو، پروجیکتر او نورو اسانتیاو سره-سره، راغلو کسانو ته لږ تر لږه د پوښتنې کولو فرصت هم نه و په پام کې نیول شوی؟
د غونډې له نوم سره سم، ښه به وای چې لومړی د اعتدال، افراط او تفریط مفاهیم معرفي شوي وای، او بیا د همدې پېژندنو په رڼا کې مالومه شوې وای چې اسلامي لارښوونې څومره معتدلې دي. ډاکټر فضل هادي وزین په خپلو خبرو کې ډېر ژر وویل چې د یو داسې کنفرانس اړتیا له لویه سره اصلا نه وه موجوده، خو دا چې د بېلابېلو ډلو له لخوا، اسلام او مسلمانان پر افراطپالنه تورنېږي، ځکه مو غونډه جوړه کړې ده. له همدې ځایه وروسته، د ویناوالو خبرې تر ډېره د کنفرانس د موضوع په اړه نه بلکې د سیکولرانو او غرب پر غندنه او د جمعیت اصلاح د کارونو پر معرفۍ څرخېدې.
ښاغلي وزین د دې پر ځای چې افراط، تفریط او اعتدال معرفي کړي، پر ځینو یې د افراط ټاپه ولګوله، او پر نورو د تفریط. ده د ستراتيژیکو مطالعاتومرکز پر یوه راپور چې په افغاني غیردولتي دیني مدرسو کې د افراط په اړه لیکل شوی دی نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ښاغلی مرادیان (چې د دې مرکز رئیس دی) په راپور کې افراطي داسې معرفي کېږي: “هر هغه کس چې سیکولر ارزښتونه نه مني، افراطي دی” وړاندې تر دې چې ناستو کسانو ته سیکولر ارزښتونه معرفي کړي، په تونده لهجه یې وویل چې د دې تعریف له مخې نو بیا د پيامبر په شمول، د اسلام له پيله تر ننه ټول مسلمانان افراطیان شول. ده وویل چې دا پخپله افراط دی چې ټول مسلمانان دې افراطیان وبلل شي. له ښاغلي وزین څخه دې څوک پوښتنه وکړي چې تاسې او جمعیت اصلاح چې خلکو ته وایاست له پیامبره بیا تر ننه ټول مسلمانان د ستراتیژیکو مطالعاتومرکز د راپور د تعریف له مخې افراطیان معرفي کېږي؛ ایا د دې مانا دا نه ده چې خلکو ته غیرمستقیم وایاست چې مسلمان سیکولران له لبه کافران دي؟ د یو لوی شمېر عام مسلمانانو تر څنګ یو شمېر نوموتي دیني علماء او دیني مراکز سیکولریزم له دین سره په ټکر کې ګڼي؛ ایا تاسې ټول د کفر په ټاپه وه نه نازول؟ ایا مجتهد شبستر، عبد الکریم سروش، نصر حامد ابو زید، عدنان ابراهیم مولانا وحیدالدین خان، جاوید احمد غامدي، محمد محق، عبدالغفور پېروز، او زبیر افغان په څېر مسلمانو علماو ته په غیرمستقیم ډول کافر ویل پخپله ډېر لوی افراط نه دی؟ ایا د مولوي رحمت الله اندړ او مجید قرار په څېر شخصیتونو ته چې له لیکنو یې اېسي سیکولریزم له دین سره ټګر نه ګڼي، د کفر ټاپه استمالول پخپله لوی افراط نه دی؟
دا چې تفریط څه دی، په دې اړه یې وویل چې یوه ورځ مې د تلویزون چینلونه بدلول، په داسې یو افغاني چینل تصادفا پیښ شوم چې مبتذله نڅا و سندره ورڅخه خپرېدله. ده وویل چې په افغانستان غوندې ملک کې چې له نوم سره یې جمهوري اسلامي هم تړلی دی، له تلویزونونو د دې ډول سندرو خپرېدل تفریط دی. ده زیاته کړه، همدا چینلونه دي چې تاوتریخوالي او افراط ته لاره هواروي او په خلکو کې افراط د عکس العمل په ډول پيدا کوي.
په تلویزوني چینلونو کې د سندرو او نڅا په اړه بحث هیڅ وخت د اسلام و اعتدال پر موضوع رڼا نه شي اچولی. او همدارنګه، د دې پر ځای چې افراط وغندل شي او له دین سره په ټکر کې وبلل شي، خلکو ته دا ویل چې د افغاني تلویزونونو خپرونې افراط ته لاره هواروي، دا پخپله د افراط د توجیې یو ډول دی.
مولوي عبدالصبور حقاني چې لږ وخت وړاندې یې هغې ویډیو ډېر غبرګونونه را وپارول چې ده پکې غازي امان الله خان بېدین بللی و، او حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) یې غازي بللی او د غازي امان الله د دولت چپه کول یې جهاد بللی و؛ د کنفرانس بل ویناوال و. ده د خپلو خبرو په پیل کې دا پوښتنه مطرح کړه چې دا”به ظاهر افراط” ولې په مسلمانانو کې رامنځته شوی دی؟ د مولوي صیب هدف دا و چې اسلام خو له افراطه پاک دی، خو ولې یوه برخه مسلمانان ظاهرا په افراط کې ښکېل دي؟ د ده ځواب دا و چې پر مسلمانانو د پر له پسې ظلمونو نتیجه دا شوه چې د عکس العمل په توګه، یو شمېر مسلمانان افراطي شي. د خپلې دې ادعا د ثابتولو لپاره یې وویل چې غربیان، په غرب کې جمهوریت غواړي، خو په اسلامي هیوادونو کې د دیکتاتوریو ملاتړ کوي. په مصر کې د سې سي دولت مثال یې ورکړ او ویې ویل چې په اسلامي ټولنو کې د ظالمانو ملاتړ د دې لامل شوی چې یو شمېر مسلمانان افراطیان شي. ده وویل چې له مسلمانانو سره انصاف نه کېږي، ځکه نو مسلمانان عکس العمل ښکاروي او ګواکې افراطیان کېږي.
دا چې په مصر کې اخوان پر حقه و، که هغوئ چې پر اخوان یې تور لګاوه چې په سیاسي مبارزه کې یې ناغېړي کړې او د ولسواکو ارزښتونو په ورکولو یې لاس پورې کړی؛ بېل بحث دی چې شننه یې د همدې کنفرانس نه خو موضوع وه او نه هم په داغه ډول څېړل یې علمي طریقه وه چې د دوه اړخیز بحث پر ځای دې یو څو همنظره کسان خلکو ته ویناوې واوروي او خپل نظر حق معرفي کړي.
مولوي صیب په خپله وینا کې حتا یو ځای هم افراط نه کړ معرفي او نه یې هم د افراط غندنه وکړه. ده پخپله وینا کې په وار- وار پر دې ټکي تاکید وکړ چې پر مسلمانانو ظلم شوی او ګواکې موجود افراط د یو عکس العمل په توګه رامنځته شوی دی. خو ایا د افراط د غندنې پر ځای، همداسې څرګندونې د موجود افراط او تاوتریخوالي توجیه نه ده؟ زه دا نه وایم چې مولوي صیب په عمدي توګه افراط توجیه کوي؛ هدف مې دا دی چې د یو دیني عالم له خوا دا ډول خبرې په خورا اسانۍ د عامو خلکو له خوا ددین څخه د دفاع په نوم د موجودې جګړې توجیه بلله کېدای شي.
مولوي صیب په خپله وینا کې په ځلونو-ځلونو ولسواکي غوښتونکي وغندل. زما لپاره دا موضوع نوره ډېره نه وه جالبه چې د کنفرانس موضوع او د مولوي صیب خبرې نه سره لګېدې؛ زما لپاره دا ډېره جالبه وه چې مولوي صیب د خپلې ایډیولوژۍ مخالفین په کومو القابو نازول. ده په وار وار وویل” غرب، او د غرب دلالان، سیکولران، او لیبرالان” هڅه کوي اسلامي معتدل جریانات بدنام کړي. هر ځل د سیکولر او لیبرال له نوم سره د غرب او د غرب د دلال خبرې هم تړلې کېدې. په دې ډول، ټول مسلمان لیبرال، ولسواک او سیکولر حرکتونه د مولوي صیب له خوا د غرب دلالان وبلل شول. له مولوي صیب څخه دې څوک پوښتنه وکړي چې ایا خپل فکري مخالف د غرب دلال بلل پخپله لوی افراط نه دی؟ کاشکې په مخامخ او خصوصي مجلس کې فکري مخالف ته یاد خراب القاب وکاروئ، تاسې خو د ستیج له سره، او د رسنیو له لارې، خپل فکري مخالفین خلکو ته د غرب دلالان معرفي کوئ. له مولي صیب څخه دې یو څوک پوښتنه وکړي چې له داغسې فکر سره سره، تاسې څنګه جمعیت اصلاح معتدل او منځلاری حرکت بللی شئ؟
د دې پر ځای چې د اسلام او اعتدال پر موضوع بحث وشي، مولوي صیب د مدرنیزم په اړه په تفصیل خبرې وکړې. د غوسې په حالت کې یې وویل: “په لونګۍ شرمېږي او پر نکتایي فخر کوي. زموږ وزیران چې غرب ته ولاړ شي او دغرب له وزیرانو سره ناست وي، تر منځ یې فرق نه کېږي؛ موږ دا ډول مدرنیزم نه منو. “سره له دې چې د شا له خوا مولوي صیب ته په ټیټ غږ وویل شول حوصله کوه؛ خو مولي صیب په لوړ غږ میکروفون کې وویل: “نه کوم حوصله!” خلکو په لوړ غږ وخندل اومولوي صیب د غوسې حالت کې زیاته کړه چې زموږ د پلرونو انځورونه وګورئ او بیا خپل وګورئ؛ دا ډول مدرنیزم موږ نه منو. دا ډول مدرنیزم زموږ د عقیدې او فرهنګ بدلون دی.
خلکو ته په کوم”لوی کنفرانس” کې دا ویل چې وزیران لونګۍ نه پر سر کوي او لباس یې له غربیانو سره تفاوت نه کوي، ځکه نو باید وه نه منل شي؛ په هیڅ ډول اعتدال نه دی او نه هم د داسې نظریاتو لرونکی کوم جمعیت معتدل حرکت دی.
مولوي صیب وویل: غرب او د غرب دلالان، سیکولران او لیبرالان وایي ماشوم ته وسله مه ورکوئ، ماشوم ته قلم ورکړئ. ده له مسخرې په ډکه لهجه وویل چې دا نو په ګوړه کې د زهرو ورکړه ده. ده استدلال وکړ چې قلم هم ښه شی دی، خو بې له توپکه قلم هیڅ شی هم نه دی. ده وویل چې توپک که بد وای، غربیانو به نه لرل. ده وویل ، د وسلې ګرځول سنت کار دی، ځکه نو قلم دې هم ماشوم ته ورکول شي، او وسله هم. زه حیران شوم چې مولوي صیب څنګه خلک په یو علمي کنفرانس کې تشویقوي چې ماشوم ته د وسلې ورکول سنت او بناء ضروري کار دی. ایا خلک تشویقول چې هم پخپله وسله واخلي او هم یې ماشومانو ته ورکړي، پخپله افراط، جنګ او تاوتریخوالي ته لاره نه هواروي؟ مولوی صیب استدلال وکړ چې که وسله بده وي، بیا خو نو لاس هم بد دی؛ ځکه په لاس هم بد کار کېدای شي، او په وسله هم. ده وویل چې د همدې استدلال له مخې دې نو بیا لاس هم قطع شي. خو مولوي صیب دې ته نه دی متوجه چې وسله ګرځول د اردو او پولیسو کار دی؛ عام خلک باید وسلې ته لاسرسی نه ولري؛ ځکه ټولنیز نظم له منځه ځي. بل پلو، د لاس لرل او نه لرل په هیڅ ډول د وسلې له لرلو او نه لرلو سره نه شي تشبیه کېدای. داسې یوه تشبیه د منطق او استدلال څخه لیرې ده.
د جمعیت اصلاح مشر، عبدالصبور فخري پخپله وینا کې د دې پر ځای چې د کفرانس پر موضوع بحث وکړي، ټوله وینا یې دې ته وقف کړې وه چې جمعیت اصلاح څه کوي؟ څه ډول تګلاره لري؟ او اهداف یې څه دي؟ ده د خبرو په اوږدو کې وویل چې د جمعیت اصلاح د فرد له اصلاح څخه کار پیل کړی او د نظام پر اصلاح کولو به یې ختموي.
د جمعیت اصلاح مشر په خپل خبرو کې وویل چې جمعیت اصلاح رغنده نیوکو ته هرکلی کوي. زه دا لیکنه د جمعیت اصلاح د فکر په اړه د رغندې نیوکې په توګه کوم. زه د جمعیت اصلاح د بشري خدمتونو ستاینه کوم. زه جمعیت اصلاح په هیواد کې کې یو ځواکمن حرکت ګڼم. زما دلیکنې هدف دا دی چې جمعیت اصلاح دې پر خپل دې تګلارې له سره کتنه وکړي چې له خپلو فکري مخالفینو سره په څه ډول چلند وکړي. زه دوئ ته مشوره ورکوم چې د فکري مخالف زغمل زده کړئ. خپل ایدیولوژیک مخالفین هیڅ وخت د غرب د دلال په القابو مه بدناموئ. که سیکولران او ولسواکۍ غوښتونکي تاسې د غرب دلالان ګڼئ، په هیڅ ډول ورسره ستاسې سیالي سیاسي و سوله ییزه نه ده. که دا کار په مصر کې شوي، هم یې نتیجه منفي وه؛ که یې تاسې دلته کوئ، هم به یې نتیجه منفي وي. تاسې خپل سیال ته باطل او ځان ته حق مه وایاست .تاسې خپل مسلمان سیال حرکتونه د غرب دلالان او د اسلام ضد مه ګڼئ او مه خلکو ته دا وایاست چې یواځې موږ پر حق یو. که په دې اړه غور وکړئ او خپل فکري مخالف سره زغم زده کړئ، د هیواد په رغونه او د خیر کار کولو کې به تل یو بل سره همکار یو. ګنې دې ټکي ته په پام چې سیکولران، لیبرالان او ولسواکۍ غوښتونکي د جمعیت اصلاح په نظر، د غرب دلالان او د ین دښمنان دي او دا چې جمعیت اصلاح سیکولر ارزښتونه نه مني؛ اصلي پوښتنه دا ده چې جمعیت اصلاح به د نظام اصطلاح په څه ډول کوي؟ ایا هدف به یې د فساد مخنیوی وي، که د ولسواکو ارزښتونو له منځه وړل؟
ښه لیکنه ده. اصلا جمعیت اصلاح د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې یا آی ایس آی یوه پروژه ده چې د جماعت اسلامي له خوا په افغانستان کې تطبیقیږي او هدف یې دا دی چې افغان ځوانان له ملي احساس څخه را وګرځوي او د مذهبي افراطیت خوا ته یې سوق کړي. دا ټکی چې جمعیت اصلاح د جماعت اسلامی له خوا تطبیقیدونکې پروژه ده د ګلبدین حکمتیار په یوه مرکه کې چې له سلیم ساپی سره یې کړې وه او په یوټیوب هم شته موجوده ده. هر هغه مذهبي جریان چې د پاکستانیانو له خوا حمایه کیږي د هغه هدف د افغاني ملي ارزښتونو ویجاړول او په نهایت کې د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول دي.