له حزب اسلامي سره سوله د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم ممکنه وه، خو کرزي په دې برخه کې د شمالي ټلوالې خوښې ته کتلې.
څوځلې د غیریت بهیر په مشرۍ کابل ته د حزب اسلامي پلاوی راغی خو خبرو یې پایله ور نه کړه.
شمالي ټلوالې په تېرو ۱۵ کلونو کې زیاتې ګټې وکړې او تر ډېره دواک میدان هم دوی ته ور پاتې دی نو په هېڅ صورت ټلوالې نه غوښتل چې له حزب اسلامي سره دې سوله او تفاهم وشي.
ټلوال خېلو ته دا سخته خبره ده چې حزب اسلامي دې هم د دوی په څېر په مزو او چړچوکې شریک شي.
له نېکه مرغه د ولسمشر محمد اشرف غني له حزب سره سوله یقیني کړه او په دې برخه کې یې د شمال ټلوالې فشارونو او اخطارونو پروا ونه کړه او نه یې هم د دوی هو او نه ته وخت ورکړ.
کرزي ډېره تکیته په شمالي ټلوالې ده چې بدبختانه تېره ورځ د ملا رباني د تلین پرمهال د جمعیتیانو له لوري ورټل شو.
ټلوالې هېڅ باور نه کاوه چې غني دې په ریښتا هم له حکمتیار سره د سولې خبرې بریالۍ کړي دوی چې څومره زور او زر درلودل د حکمتیار په مخالفت کې یې مصرف کړل، خو د غني اراده یې کمزورې نه کړه.
ملګرو ملتونو ، د امریکا متحده ایالاتو ، اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري د حرب د هوکړې ملاتړ وار له مخه وکړ چې دې پراخ ملاتړ جمعیت اسلامي ګوته په غاښ پاتې کړ.
اوس که له حزب اسلامي څخه د نړیوالو ملاتړ ملګری نه وه او د ننه په افغانستان کې د خلکو پراخ ملاتړ موجود نه وه فکر نه کوم چې شمالي ټلوالې به د حزب په ملاتړ ظاهري ملاتړ هم اعلان کړی و.
له حزب اسلامي سره د افغان حکومت تفاهم له لاسلیک څو ساعته وروسته د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح وویل چې حکمتیار د دوی په زهن او زړونو کې شل کاله وړاندې وژل شوی.
په ښې حکومتولۍ کې د غني سلاکار احمدضیاء مسعود هم له حزب سره په ښکار مخالفت وکړ، خو د جمعیت مشرانو د ملا رباني د تلین په پنځمه ناسته کې له حزب سره د حکومت دهوکړې ملاتړ او هرکلی وکړ.
د جمعیت اسلامي سرپرست او د بهرنیو چارو برهاله وزیر صلاح الدین رباني له خبرو بیا ښکارېده چې له زړه خوښ نه ده.
صلاح الدین خان وویل چې حزب سره هوکړه د مصونیت په معنی نه ده او حزب اسلامي باید خپلې وسلې کېږدي په داسې حال چې اسلامي جمعیت په درنو او سپکو وسلو سمبال دی او هرکال د احمدشاه مسعود د تلین پرمهال یې نندارې ته وړاندې کوي.
اوس که حزب اسلامي وسلې په ځمکه ږدي دا ښه خبر ده، خو جمعیت اسلامي باید دا کار پخوا کړی و او خپله ژمنه یې ثابته کړې وه.
ښاغلي حکمتیار په خپله ویډویي وینا کې شمال ټلوالې ته تر غوږه کړه چې نور په دې خاوره کې د واک او قدرت جزیري نه شي بهېدلی او په دې برخه کې له ولسمشر غوښتنه هم وکړه چې حکومت باید په عدالت برابر کړي.
دې خبرو ته په اشارې استاد عطامحمد نور وویل چې سیاسي مشارکت باید په عدالت وویشل شي او وړه ډله باید د ډېر څه اداعا ونه کړي.
هغه د کومې ډلې نوم وانه خیسته خو ښایي حزب اسلامي ورته وړه او کوچنۍ ډله مالومه شوې وي په داسې حال کې چې حزب اسلامي په دې خاوره کې غوښنه برخه لري او یو افغان شموله حزب ده.
اوس چې ښاغلی حکمتیار غواړي خپلو هدفونو ته د سیاسي هلو ځلو له لارې ورسیږي نه باید د تېرو لسیزو تربګنۍ وپالي او جمعیت اسلامي هم باید حزب ته په پخوانۍ سترګه ونه ګوري او یو بل ومني.
بناء که چېرته دغه دوه حزبونه په خپلو کې ناسالم رقابت وکړي وېره شته چې افغانستان به بیا په کورني جنګ بدل شي.
نني شرایط پخواني نه دي اوس له هر بل وخته دلته د بهرنیو لاس وهنې زیاتې شوي دي او ملک په یو لوی بحران کې پروت ده.
د یو سوکاله لوی افغانستان په هیله