تاند- اسلامي جمعیت ګوند نن /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له لوري د سمنګان له ولایته د عبدالکریم خدام برطرفي رد کړه.

جمعیت ګوند ویلي چې د ولسمشر غني له لوري د خدام برطرفي یواړخیزه او غیرعادلانه ده.

د جمعیت ګوند په نامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«اسلامي جمعیت ګوند د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د یو عمده لوري په توګه د سمنګان د والي د برطرفۍ حکم غیرعادلانه، په هیواد کې د کړکېچ د زیاتېدو خوا ته یو بل ګام، یو اړخیز او د ملي یووالي د حکومت د اصولو خلاف بولي.»

د شنبې په ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې د دې ادارې په سپارښتنه او د ولسمشر غني په تایید د سمنګان په شمول د ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.

د سمنګان لېري شوي والي ښاغلي خدام پرون /دوشنبه/ خبریالان د ولایت مقام ته وروبلل او د ځان په اړه یې د مرکزي حکومت پرېکړه رد کړه.

تر ده وړاندې عطا محمد نور لومړنی والي و چې د مرکزي حکومت د امر په وړاندې یې بغاوت اعلان کړ.

خدام هم د عطا محمد نور په شان وویل چې یوازې جمعیت ګوند د ده د برطرفۍ په اړه پرېکړه کولی شي.

جمعیت ګوند په خپله خبرپاڼه کې په مدني ټولنې، دیني عالمانو او نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه ګوند د ارګ پاروونکي اقدامات بللي دي.

د افغانستان مرکزي حکومت تراوسه پورې د سمنګان د برطرفه شوي والي د حرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

3 thoughts on “جمعیت ګوند د سمنګان د برطرفه شوي والي دفاع وکړه، د حکومت پرېکړه غیرعادلانه وبلله”
  1. جمعیتیان فکر کوي چې د دوي تنظیم لکه د پخواني یا متوفی شوروي اتحاد د کمونست ګوند په شان یواځينی حاکم او د دولت رهبري کوونکی تنظیم دی. نوځکه په ډېرع عجله او لجاجت سره د هېواد د ملي ګټو پرخلاف د خپلو بادارانو د خوشحالۍ لپاره هذیان خپروي . روسانو هم د دوي په ملاتړ اوتې بوتې ویلي دي.

  2. روسان دی په خپله د هغو اقلیتونود حقونو درناوی وکړی چی په سلګونو کلونوکی ددوی له خوا ځبیدلی دی د افغانستان حکومت خواوس د جمهورریس پرته ټول د اقلیتونو مجموعه ده والیان همدوی دی جنرالان همدوی دی وزیران همدوی دی ژبه ددوی پرموږ حاکمه ده هره ورځ د اکثریت قوم څخه په درجنونو مری همداروسان ایرانیان پاکستانیان په خپله دکوردننه د خپلو لویو قومونو هیڅ درناوی نکوی
    چیچینیان تاتاریان اوداسی نور قومونه وژل کیږی او بی کوره کیږی ژبه یی ټکول کیږی په ایران کی کرد لورعرب بلوچ او داسی نور قومونو حق پښولاندی کیږی او ژبه مدهب او کلتور یی ټکول کیږی په پاکستان کی د څلویشتو میلیونو حق نه ورنکول کیږی خوچی په افغانستان کی ټول حکومت ددوی په ولکه کی دی اماداچی د دوی څخه خپل حق غوښتل کیږی د روسانو غوغا پورته کیږی

  3. دا که داسی شوه نو هربی کفایته مامور چي له څوکۍ ایسته کېږی نو هغه دی مقاومت کوي .داسې کسانو سره جدی برخورد اوګلالۍ جزاورکول ښایی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *