تاند- جمعیت ګوند وايي، یو وار بیا به له حکومت سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د برخلیک او نورو اختلافي مسلو په اړه خبرې پیل کړي.
د جمعیت ګوند د مرکچي پلاوي غړي محی الدین مهدي وویل، هیله لري چې دا ځل به خبرې کامیابه شي.
ده ونه ویل چې کله به له حکومت سره خبرې پیل کړي.
مهدي وویل«پر ځینو مسلو زموږ ترمنځ اختلاف شته چې له امله یې خبرې وځنډېدې. زموږ په خبرو کې وقفه راغله او دا دوهمه وقفه ده. خو موږ به له ۱۸ ورځې ځنډه وروسته خبرو ته سره کښېنو.»
حکومت تراوسه پورې له جمعیت سره د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
مهدي وايي، د الیکترونیکي تذکرو وېش د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف یوه مسله ده. «موږ به هڅه وکړو چې حکومت ته قناعت ورکړو چې د خلکو له موافقې سره سمه پرېکړه وکړي.»
خو د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي چې دوی له وړاندې لا دا پروسه پیل کړې او د درولو امکان یې نشته.
جمعیت ګوند نه یوازې د عطا محمد نور استعفا نه مني بلکې هڅه یې وکړه چې د سمنګان مخکینی والي خدام هم د مرکزي حکومت د حکم په وړاندې بغاوت ته وهڅوي.
ظاهراً خدام وروسته له دې د ولایت د نه پرېښودو خبره بېرته واخیسته چې هغه ته د بلې چوکۍ وعده ورکړل شوه.
حکومت د له قوی سیاست نه استفاده وکړی اوهیڅ دجواب نه ور کوی. جمیعیت ګوند په خپلو کی هم غږی ندی او هیڅ هم کوالی نشی. دا جمیعیت خو کوم جلا حکومت ندی چه د افغان حکومت سره خبری کوی
ښاغلی اشرف غنی ته په ډیر احترام سره وایم چه په افغانستان کی ځانته دجمعیت ګوند نه دی، بلکه ډیر ګوندونه شته چه د جمعیت څخه په ټولو قوانینو کی مخکی دی.
ښاغلی تاسی د نورو ګوندونو سره د مور او میری سلوک مه کوی، دخپل حکومت ۹۵ فیصده خبری دی پر جمعیت ګوند ګرځی، ولی دا نور ګوندونه نه دی، ولی دانور افغانان نه دی، ولی دا نور انسانان نه دی
که غواړی چه قانونی حکومت ولری نو نور جمعیت او جمعیت مه یاده وه، د وطن امنیت، اقتصاد او د خاوری په جغرافیه فکر مصروف کړه نه په اغه او دغه خبرو
والسلام
د جمعیتیانو ښکر یو یو په ماتېدو راغلي ، انشاالله د دوي د کبر کاسه نوره نسکوره ده ، ملت له دوي بېزاره دی.
امید چې زمونږ پښتانه جمعیتیان لکه ایوبي ، لالۍ ، ظاهر قدیر ، همایون ، ګلمرجان تڼۍ ، کلیمزی هم لږ خپل عقل سر ته راولي او ځانونه وپېژني.