د افغانستان جمهوري رياست وايي چې په کابل کې د نن سهار وختي چاودنه کې ١٥ کسان وژل شوي دي.
د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې تر ٢٤٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي. تر دې مخکې د روغتيا وزارت سرچينو د ټپيانو شمېر ٤٠٠ تنه ښوولى و.
چاودنه د هغې لارۍ د منفجره موادو له کبله شوې، چې سهار وختي شا و خوا ١ بجه د کابل د اتمې حوزې په شاه شهيد سيمه کې وشوه.