له طالبانو سره د امریکا له خبرو سره یو ځای داسې انديښنې شته چې ګنې طالبانو له امریکا سره پر دې هم بحث کړی چې زموږ امارت مو راڅخه اخیستی یا ړنګ کړی او باید له وتلو وروسته بیرته امارت راوسپارئ.
که څه هم په رسمي ډول دا موضوع نه ده روښانه، او طالبانو او امریکا تل ویلی چې دوی په کورنیو موضوعاتو بحث نه دی کړی او یواځې د امریکا او طالبانو خبرې دي چې امریکایي ځواکونه به وځی او طالبان به تضمین ورکوي چې افغانستان له امریکا لپاره د طالب له اړخه ګواښ نه وي.
اوس چې طالبانو یو استازي ویلي چې اردو به منحل کیږي، له دې سره یو ځای دا اندیښنې راپورته شوی چې ګنې طالبان هڅه کوي اوسنی نظام ړنګ جمهوریت له منځه یوسي او امارت حاکم کړي.
خو طالبان اوس هم فکر کوي چې افغانستان او افغانان د نویمو کلونو دي، په داسې حال کې چې اتلس کالو کې خلکو فکر ډير پرمختګ کړی او هيڅکله حاضر نه دي چې امارت ومني.
ولې جمهوریت؟
جمهوریت له نوم څخه ښکاري چې د نظام چلولو لپاره زعیم د خلکو په خوښه ټاکل کیږی او مشر حاضر دی چې خلکو ته حساب ورکړي، په دې ډول نظامونو کې د خلکو ونډه پراخه وي او د ټاکنو له لارې خپل استازي او مشران ټاکي.
چمهوریت کې د بیان ازدي او ولسواکي مهم اړخونه دي، تر دې وړاندې افغانستان کې داسې جمهوریت نه و تجربه شوی لکه اوس چې خلک خپل نظام کې ځان ګوري او حق لري چې ولسمشر، د پارلمان او مشرانو جرګې غړي، ولایتي شورا، ښاروالان او ولسوالیو شورا لپاره استازي وټاکي.
تاسو وګورئ چې جمهوري نظام کې د بیان دومره ازادي ده چې حتا خلک د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو او ان کابل کې د طالبانو لپاره لابي کوي او تبلیغات ورکوي، داسې بل هیڅ نظام کې نشته چې خلک دې دومره ازادي ولري.
ښکاره خبره ده چې جمهوري نظام کې د افغانستان ټول قومونه او ژبي شته او هیڅکله دیکتاتوري ورباندې نه شوې.
ولې امارت؟
افغانانو نږدې پنځه کاله امارت هم تجربه کړی دی، د هیچا حقوق پکې خوندي نه و، او تل به هره برخه کې پریکړې یو کس کولی چې تصویب ته به یې اړتیا نه وه او همغه پریکړه به عملي کیدله چې یو کس به کوله.
په امارتي نظام کې میرمنې له زده کړو او نورو حقونو بې برخې وې، ماشومان له زده کړو بې برخې و، یواځې دیني زده کړې یې کولی شوې او عصري زده کړو لپاره سیستم او چوکاټ نه و.
د بیان ازادي نه وه، خلکو په ازاد ډول د خپل حق غوښتنه نه شوه کولی، د حاکمانو د ناسمو پریکړو پرضد مظاهره، اعتراض او غږ نه شو پورته کیدلی، اقتصاد مو صفر و، یواځې ټول تمرکز پر دې و چې خلکو پسې به دورې ګرځیدلې چې چا به مونځ نه و کړی، وهل کیدل به، د چا به چې ږیره کمه وه، په دورو به وهل کیده، کومه ښځه به چې بازار ته سودا پسې د اړتیا له مخې راوتلې وه، هغې ته به د فاحشې په توګه کتل کیدل او عام محضر کې به په دورو وهل کیدله.
نو اوس څنګه قضاوت کولی شئ چې جمهوریت ښه دی، که امارت، جمهوریت کې د ټولو حقوق خوندي وي، خو امارت کې یواځې یو کس او یوه ډله پریکړه کوي او ولس ته د مشارکت او پریکړو حق نه وي.