ضیا الحق امرخېل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د چنګاښ۳مه

 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ریاست له څوکۍ څخه د ضیاالحق امرخیل د استعفا پریکړه یو پرځای او مسوولانه عمل وباله او هغه یې وستایه.

ښاغلي امرخیل په خپل دغه اقدام سره د انتخاباتي عادي بهیر د دوام لپاره لاره پرانیستله.

د افغانستان نجیب او میړني خلک له بېلابېلو ګواښونو سره سره د دې لپاره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل چې د اساسي قانون له مخې خپل نوی جمهوررئیس وټاکي.

په دې اساس انتخاباتي بهیر باید په  ټاکل شوي زماني چوکاټ کې د قانون او وضع شویو اصولو له مخې د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا په شفافیت سره پای ته و رسیږي ترڅو د هېواد د نوي جمهوررئیس د لوړې مراسم له مخکې څخه د اعلان شوي پروګرام پر اساس د روان کال د زمري د میاشتې په ۱۱ نېټه  ترسره شي.

0 thoughts on “جمهور رئیس کرزي د ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه وستایله”
  1. کرزی صاحب دالله ج په خاطرد کابل دامنیه قومندان نه هم پوښتنی وکړه او اسعفا ته یی مجبورکړه لکه څنګه چی امرخیل مجبورشو

  2. کرزی صاحب دالله ج په خاطرد کابل دامنیه قومندان نه هم پوښتنی وکړه او اسعفا ته یی مجبورکړه لکه څنګه چی امرخیل مجبورشو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *