تاند – جمهور رئیس محمد اشرف غني استرالیایۍ مېرمنې کټرین جان وېلسن ته د هغې د غوره خدمتونواو په لوړه روحیه افغان مېرمنو ته د بشري مرستو رسولوپه ویاړ د میوند معرکې د اتلې ملالۍ میوندي عالي دولتي مډال ورکړ.
د ارګ د یوې خبرپاڼې په اساس، په افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ کارکوونکې مېرمن وېلسن چې د امنیتي ننګونو له اغېزو پرته یې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعالیت کاوه، د روان کال په غویي میاشت کې برمته کوونکو وسله والو وتښتوله، چې خواوشا ۴ میاشتې وروسته د ملي امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له برمتې راخلاصه شوه.
خبرپاڼه لیکي چې، مېرمن کټرین جان وېلسن له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې د مډال په ورکولو سره یې د هغې خدمتونه وستایل. همدارنګه نوموړې د برمته کوونکو له منګولو څخه د هغې د را خلاصولو له امله د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
اغلې وېلسن ویلي چې هغه له افغانانو سره ځانګړې مینه لري او له همدې امله به افغان مېرمنو سره د خپلو بشري مرستو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
ویل کیږي چې یو وخت بهرنیان د افغانانو د عنعنوي مېلمه پالنې په لیدلو سره ډېر حیرانېدل او په خپلو سفرنامو او تحقیقي کتابونو کې یې د افغانانو د ښه عاداتو او په تېره بیا د ښځو د درناوي ستاینې کولې، خو په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې چې له پاکستان څخه مذهبي افراطیت را وارد شوی دی یو شمېر دودونه هم ترک شوي دي چې د کټرین تښتول او یرغمل نیول یې یو مثال ګڼل کېدای شي.