عبدالله

محترم ډاکټر صاحب عبدالله- عبدالله!

سلامونه او د شهید اونۍ د درنښت په باب مبارکي درته وړاندې کوم!

او ستا د یو هموطن او کشر ورور په صفت د شهید لمانځنې د مراسمو له ننني نه منونکي وضعیت سره په رابطه کې مو پام یو څو ټکو ته را اړوم.

ښاغلی ډاکټر صاحب!

تاسو د کومو خلکو د رایو د دفاع لپاره ځان ستړی- هلاک ګرځولی دی؟ د هغو خلکو چې نن د لويي جرګې په خیمه کې د شهید د مقام، خاصتاً د احمد شاه مسعود د لمانځنې، ځلونې او پېژندنې لپاره راټول شوي ول؟

دا ډېره مهمه نقطه ده!

نن د مقدس شهادت د تجلیل په خیمه کې راټول شوي خلک طبعاً د هغو پراخو پرګنو له منځه را انتخاب شوي، نخبګان او شعوري انسانان ول، چې تا ته یې پاکې رایې درکړي او تا د دغو رایو د حرمت ساتنې لپاره، هم له دوو ټاکنېزو کمیسیونو سره ځان مواجه کړ، هم له حکومت سره؛ هم د ملګرو ملتو په مخ کې ودرېدې، هم د امریکا؛ هم د کورنیو او نړیوالو قوانینو په نقض متهم شوې، هم بحران ته د افغانستان په ور ټېل وهلو.

زه دا ادعا نه کوم چې ته پر ناحقه وې او ستا رقیب پر حق؛ که بالفرض ټوله دنیا ستا خبره در سره ومني خو، دا ټول فشارونه، تشویشونه او بدنامۍ د څه لپاره؟ او د چا لپاره؟

آیا دغه نن د لويې جرګې د خیمې د نخبګانو لپاره؟

هغوی چې نه یې ستا رهبرۍ، ستا ستړیاوو، ستا مقاومت او ستا مبارزې ته وکتل او نه یې ستا د حرمت او عزت خیال وساتی.

جناب ډاکټر صاحب!

جدي توجه مو غواړم!!!

تېرکال هم زما یاد دي، زه د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون محصل وم، د شهید اونۍ په مناسب هلته غونډه وه، هغې غونډې ته هم تاسو خپل خپګان څرګند کړ، په هغه اونۍ کې هم په ښار کې د امیر صاحب شهید د لمانځنې د مراسمو په ترڅ کې چې کوم تکلیفونه خلکو ته ورسېدل، ستاسو لپاره د منلو نه ول، تاسو وویل چې، دغه ډول کړنې د امیرصاحب احمدشاه مسعود له اهدافو، ارمانو او اخلاقو سره په تناقض کې دي او نن هم په پر شکوهو مراسمو کې مخامخ هیچا نه ستا او نه هم د امیرصاحب شهید ورور جناب احمدولي مسعود عذر و زاریو ته غوږ ونیاوه؛ هم یې ستا، هم یې د جهاد، مقاومت او شهادت مقام او هم یې د قهرمان ملي شان ته نه جبرانېدونکې صدمه ورسوله.

آخیر، دنیا او دښمنان به وایې چې دغه خلک د کوم ‌ډول سیاسي طرزتفکر په مکتب او د کوم قسم اخلاقو په مدرسه کې روزل شوي مسلمانان او مجاهدین دي، چې د الله اکبر د اسمان لړزوونکو شعارو په بدرګه سره د خپلو مشرانو او خپلو ارزښتونو د سپکاوي تماشې ته دنیا رابولي او هغه هم په خورا بېساري عجایب او حیرانوونکي ډول سره.

دروند ډاکټر صاحب!

که ستاسو او د جهاد د معززو رهبرانو د پیروانو او نخبګانو، په دغسې یوه فرصت کې دغه حال وي، نو که تاسو د دوی په خاطر او د دوی په دغسي زور سیاسي قدرت تر لاسه کړئ هلته به د دوی په وجود کې هغه سترې ملي چارې څنګه سمبال کړای شې؟ چې په یوه خیمه کې مو خپل غږ ور و نه رسولای شوای نو د سراسر افغانسان په ګوټ-ګوټ کې به یې څنګه کنټرول کاندئ؟

آیا نه بېرېږئ چې د خپلو دغه ډول یارانو په ملتیا به د مطلقې بدنامۍ او تباهۍ تاترین ته، خدای مکړه، ور ولوېږئ؟

محمدیار- یار

۱۳۹۳/۶/۱۸

5 thoughts on “جناب ډاکټرعبدالله ته دي ورسېږي/ محمدیار یار”
  1. جناب محترم داکتر صاحب عبدالله جان ؟
    نامه ارسالی که نویسنده ان يک افغان اما پشتو زبان با چه احترام وکلمات شایسته ومو دبانه راز دل خودرا به شما شريک ميسازد ودرد دل ميکند بر عکس طرفدارای شما چه لجاجت نه بود که نه کرد .
    هيله مند يم يوه لحظه خپل سر , خپل ګريوانته شکته کړه محکمه داير او خپل وجدان محاکمه کړه اول خپل ځان محکوم کړه بیا دی خپل بی سواده ملګري او وطنداران محاکمه کړه بیا دليکوال پاک وجدان ته وګوره چه په هر حالت تا دځان خخه جدا نه بولی خپلی واقعی هيلی ديوی نامی په ذريعه ستا حضور ته رسوی او په نيک نظر ستا توجو دنن ورځی واقيعاتو ته جلبوی او اصلآحی جنبه در خخه غواړی،.
    فکر وکړه اوپه سالم او ارام مغز تصميم ونيسه. که وروری او افغانيت دی خو همدا ده

  2. ګیله له دوسته کېږي او داسې ښکاري چې لیکوال له دې خلکو سره دوستي لري او یا يې پيلوي خو باید پوه شي چې پردي راوړي نه خپلېږي

  3. ليکوال صيب احساس مو د قدر وړ دی خو اوښان په تنبور نپوهيږي که هر څومره تکړه نوازنده يی هم ورته وشرنګوی اوښ ته يوه خبره ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *