د دې لپاره، چې پوه شو جنايي ارواپوهنه څه ده، لومړۍ به د عمومي ارواپوهنې تعريف ته يوه کتنه وکړو، د اروپوهنې هدف روښانه کړو او هغه نورې څانګې، چې له جنايي ارواپوهنې سره اړيکې او تعامل لري وپيژنو.

د ارواپوهنې تعريف

د ارواپوهنې علم د ذهنې پروسې او کړو وړو مطالعه ده .

کړه وړه:هر ډول ارګانيزم ځواب، چې د ننيو او بهرنيو حرکتونو پر وړاندې تر سره کېږې کړه وړه وايو، چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي .

ذهني پروسې : هغه هيجانات، احساسات او نګيزې، چې خلک ېې تجربه کوي، ذهني پروسې وايي او د خلکو لپاره په مستقيم او غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي .

ارواپوهان هڅه کوي، چې انسانان د علمي لارو چارو په واسطه تر څيړنې لاندې ونيسي. ددې کار څخه د هغوی هدف دادی چې دغه کار د انسان د توصيف او وړاندوينې لامل کېږي .

د جنايي ارواپوهنې تعريف

جنايي ارواپوهنه د جرمي شخصيت پيژندنه ،دلايل او د جرمي انګيزو مطالعه ده، چې دغه لايل او انګيزې په ټولنه منونکي، ټولنيز کيدل، د ماشومتوب د وخت تجربې، د ژوند چاپيريال او همدارنګه جنتيک رول په يوه جرمي شخصيت کې د هغه جرم پورې اړوندېږي . يا په لنډ ډول کولی شو داسې ېې تعريف کړو((د هغو رواني کړنو مطالعه ده، چې يو انسان په جرم کې رول لري ))

هغو کړو وړو ته چې د ټولنې د قانون مخالف وي جنايي کړه وړه ويل کېږې . جنايي کړه وړه په خپله يو ډول ټولنيز کړه وړه دي.هر ډول کړه وړه، چې په ټولنه کې رامنځ ته کېږې او د ټولنيزې ارواپوهنې له زاوېې څخه تر څيړنې لاندې نيول کېږي ټولنيز کړه وړه ويل کېږي .

زيات شمېر ځانګړي فکټورونه موجود دي، چې ټولنيز تعاملات رامنځ ته کوي .دغه فکټورونه په عمده ډول په پنځو برخو ويشل شوي دي .۱ـ د نورو خلکو طبيعت او کړه وړه.۲-ټولنيزشناخت(فکرونه او د نورو خلکو په اړه زمونږ خافظه).۳- د ځای بدلون.۴-ټولنيز او فرهنګي فرصتونه چې ټولنيز کړه وړه ترې رامنځ ته کېږي .۵ –د ژوند طبيعي اړخونه چې په ټولنيز رفتار پورې اړه لري.

د جنايي ارواپوهنې موضوعات

جنايي ارواپوهنه په کلي ډول عمومي ارواپوهنه، باليني ارواپوهنه، روانکاوي (تجزيه او تحليل) او د هغو برخو مطالعه، چې يو مجرم څنکه په يو جرم باندې اخته کېږي او مخنيوی ېې کېږي .

د جنايي ارواپوهنې هدفونه

۱ د جنايي اروابوهنې لومړنی هدف د يوه کس هغه مطالعه، شناخت او علتونه دي چې هغه په جرم باندې اخته کوي .

۲-د احتمالي پيښو مخنيوی، په دې منظور، چې د يوه کس جرم د نور خلکو له خوا تکرار نشي او همدا ډول په خپله د مجرم له خوا هم داسې عمل ونشي، چې جرمي اعمال ېې تکرار شي چې لاندې موارد پکې شامل دی .

الف- بيا رغونه او د مجرمينو درملنه

ب- د ټولنې بيا منل او د درملنې دوام

پ- د ټولنيز جرم دلرې کولو هڅه

چې دا درې پړاوه بايد په يوه وخت د مسولې ادارې له خوا پلې شي .

3 له قضايي اورګانو سره مرسته تر څو داسې ټولنيز، اروايي، فرهنګي، اقتصادي او د يني قوانين منځ ته راوړي، چې د مجرمينو په ښه والي کې مرسته وکړي.

جنايي ارواپوهنه او نور علمونه

جنايي انسان پېژندنه: هغه علم دی، چې جسمي ځانګړتياوې او د بدن اعضا مطالعه کوي، کوم چې د جرم رامنځ ته کېدو په وخت کې رول لوبوي.

جنايي ژوند پيژنده :د ژنتيکو اړخونو د څيړنې علم، د ژوند پيژندنې تولګی او د جرم پيښېدو په وخت کې د هورمونونو اثرات.

جنايي ټولنپيژندنه: ډله ايزه جنايي ټولنپيژندنه، نژاد، چاپيريال او ټولنيز علتونه، اقتصادي، فرهنګي جرمونه او مجرمان تر څيړنې لاندې نيسي .

جزا پېژندنه (د ساتنې علم) : دجرم پېژندل او د هغې کټګوري کول ، د زندانيانو مدريت او دمجرمينو لپاره سمه فضا رامنځ ته کول.

One thought on “جنايي ارواپوهنه څه ده ؟/ ژباړن: ساحل منګل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *