د ښايستونو پر ټاټوبي مې د ګلونو ويشتل هم پېرزو نه دي،  زما د خاپوړو خاوره ښايسته ده، جنتي بويونه او عطرونه لري، زما د ښايستونو کور کې  هر جابر او ستمګر مغرورې ککرۍ خوړلې دي.

زما د وطن جنتي حورې په ارامه پرېږدئ، دا څو لسیزې وشوې، چې  ژړېږي، ژړا عرش په لړزه راولي، زما د جنتي خاوري جنتي هلکان ښوونځيو ته پرېږدئ، تر څو  خپل راتلونکی جوړ کړئ، دا خاوره د مينې الګو ده، دا خاوره د سپېڅلتيا زانګو ده.

زموږ د وطن حورې  په ارامه پرېږدئ، زموږ د  خاورې پر ماشومانو له تېریو لاس واخلئ، زموږ د خاورې ښکلاګانې مه لوټوئ، زموږ  جنتي حورې په صحرايي محکمو کې مه محاکمه کوئ.

طبیعت درته په ښېراوو سر دی،  ستاسو زنه نيسم، تاسو ته منت او زارۍ کوم، تاسې موږ په ارامه پرېږدئ، موږ هم د ژوند حق لرو، يوه شېبه مو په ارامه پرږدئ.

تاسو ولې زموږ  ښکلاګانو لو کوئ؟ ولې مو د ژوند او مرګ تقدير په خپلو لاسونو کې اخيستی؟

تر کله به فرعوني ترهګر زموږ  د جنتي خاورې واکمن وي، تر کله به زموږ د جنتي باغچې مالیار همدغه دوزخي ترهګر وي، دې خو جنتي ګلونه وسوځول، دوی خوجنتي کورونه  کنډواله کړل، دوی  خو جنتي حورې د خپل  هوس قرباني کړې، دوی  خو زموږ د ژوند او ژواک تعبیر له ځان سره لري،  مرګونی تعبیر يې په لاسونو کې دی، خدايي دعوه يې کړې فرعوني او نمرودي خويونه لري، نکير منکر دنده هم د دوی په غاړه لري، هرڅه  له ځان سره لري.

لويه ربه! زموږ جنتي خاوره د فرعوني ترهګر له شر څخه وژغوره، لويه څښتنه! زموږ جنتي حورې د دوی د هوس او شر څخه په امن کړې.

اې د اسمانونو مالکه! همدغه يو سوال درته کوم، پر همدې جنتي خاوره د څومره لوټمارانو د هوس باچاهۍ تېرې شوې، هر لوټمار د خپل  هوس وحشي داستان تر شا پرې ايښی دی.

ان د هغه چا رشته هم د شر او فساد تر کاله ورسېده، چې خلکو ورته سپینې ملايکې ويلې،  هغوی ته چې په لمونځونو او نفلونو کې مو ورته د بریا او کامیابۍ دعاوې کولې له فرعوني کاله سره اړيکه لري.

لويه څښتنه! زه ډېره عاجزه يم، د نن دعا مې شاید بیا د ځان ښېرا او د جنتي خاورې د بربادۍ وسیله وګرځي.

زه نن هيڅ هم نه وايم، همدې پوښتنې ته د ځواب په لټه کې يم، چې ولې دې زموږ په جنتي خاوره دوزخي ترهګر مسلط کړ؟ ولې دې زموږ دپاکې خاورې برخليک د وحشي انسانانو په لاس ورکړ؟ ولې دې زموږ په جنتي باغونو کې  د کوه قاف د غرونو دېوان راڅرګند کړ؟

ولې دې زموږ سپېڅلې ښاپېرۍ د قاف غرونو دېوانو په منتر کې بندې کړې؟ ولې دې زموږ د  ژوند او مرګ تقدير د همدې وحشي دېوانو  په واک کې ورکړ؟

ما اورېدلي و، چې د ظالم څراغ تر سهاره روښان نه پاتې کېږي، ما دا هم اورېدلي و، چې د مظلوم ښېرا د عرش ستنې په  لړزه راولې، ما ددې خبرې تعبیر لا تر اوسه ونه موند چې د يتيم له ژړا سره ستا ټولې ښکلې ملايکې ژاړي، ما اورېدلي و، چې د ډېرو پيغمبرانو امتيان چې ستا له امره سرکښه و، تا د قهر ملکو ته امر کړی و، چې  غضب نازل کړي، ما د موسی او فرعون کيسه هم ټکي په ټکي لوستې وه، فرعون دې خپل عمل په سزا ورسول، تا د ازر په کور کې هم د ابراهيم ع په څېر پيغام راوړونکی پيدا کړ او نمرودي باچاهۍ د تباهۍ لپاره دې يو ګوډ ماشی ور واستول.

دا ځلې دې لکه چې د قهر ملکې په مظلومو او بېوسه انسانانو مقررې کړې دي، دا ځلې دې لکه چې ستا اوامرو ته ژمن کسان په قهر اخته کړې دي.

ظالم خلاصې تڼۍ ګرځي، جابر د وحشتونو او بربريتو په کيسو خولې ستړې شوې، ستمګرو په سپين ږيرو انسانانو د خپل هوس بازۍ وکړې.

زموږ په جنت کې ظالم عادل او مظلوم ظالم حسابول کېږي، همدې مغروره او ستا له اوامرو منکرو انسانانو ځانته بادشاهۍ جوړې کړې دي، په يوه نه يوه کتاب يې مرګ روا ګڼل کېږي، يو نه يو لامل يې د ګنا ثبوت دی.

اې خدایه زما خبرې اورې! اې د اسمانونو مالکه دلته دجالان راغلي، خو ستا د مهدي هډو پته نشته دلته د دوزخ او جنت د همدې دجالانو په لاسونو کې دی.

موږ ستا کور ته پنا وړو، خو  همدغه دجالان هلته په خلکو حدونه جاري کوي، تر شکنجو لاندې يې نیسي، نور مو د ازموينو له دې بهير څخه دروباسئ، موږ ته سولې په نقاب پوښلې ملايکې راولېږئ، د مظلوم اه قبوله او د ظالم په کور د ماتمونو او غمونو لړۍ راوله، نور مو زړونه هيڅ زغملی نه شي.

One thought on “جنتي خاوره کې  دوزخي ترهګر/ زلفانه”
  1. پر ژبه، قلم او او استداد دي برکت سه، اي د احساس او ادب ملکي!
    ستاسو د علمي او د احساس څخه د ډک تحليل او خواست پر دوعا باندي آمين وايم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *