د تفريح په مزه هغه کسان پوهيږي چې کار کوي او تفريح ته ډېر په مشکل وخت مومي او  تفريح هغه وخت لا خوندوره شي چې امنيت وي، آبادي وي او کار د کړی وي.

لوړ  ماسپښين له کابل ووتو جلال آباد خواته تللې کږه وږه او تنګه لار مو ونيوه، تر ماهيپر تېر شو، موټر خوشاله ښکته روان وو،په سروبي کې له دمې اخستو وروسته بيا ښکته وخوځېدو ګړۍ نيمه  لار به مو وهلې وه چې ټوډي د لغمان خواته ور تاو شوه، تنګ ښکلی سړک او د سړک دواړو خواوو ته نيمه زرغونو کروندو په ژېړ مازديګر جنتي منظره جوړوله او موږ وړاندې په مزه مزه روان و، تر ښاره کابو شل دقيقې لاره وه چې د موټر نفس  قيد شو رېکشې رانه مخکې کېدې او دصحنې لا مزه کوله، د لغمان مرکز مهتر لام ته ورسېدو مستري مو وموند د ټوډې ويکوم پټرول يې بدل کړ موټر جوړ شو. بيا پکې سپاره شو  تنګ خو پاخه سړکونه او کږې لارې مو شاته پرېښوې خامه لار را مخکې شوه، کورلا لکه چاغ سړی چې هېڅ بيړه يې نه وي ورو مخکې روانه وه، پدې ساحه کې نوي جوړ شوي تعميرونه چې اکثره دوه پوړيز وو او سپين، نارنجې او خام ژېړ رنګونه يې درلودل وو زيات وو پنځه شپږ دقيقې نه وې اوښتې چې موټر د يوې څلور پوړېزې ودانۍ مخې ته بريک شو، موټر هارن وکړ، مخامخ دروازه چې په سر يې د کتاب (لوګو) کلکه وه، خلاصه شوه ، له خندا ډکه خوله کس چې ږيره يې مکمله سپينه او د سر وېښتان يې بيا تور اوسپين وو را ووت له ټولو سره يې په خندا ستړي مشي وکړل او په همدې زه ښه يم ته ښه يي کې يې په څو ناليدلو کسانو ښې کلکې ټوکې وکړې، ټولو خندل ، تر دوازه چې د ننه شوو وړې باغچې او شنه چنمن د دې محل ښکلا يو په دوه کوله، ماڼۍ ته مې ښکته پورته وکتل لوحه مې وليده چې پرې ليکل شوي وو ( دانش فرهنګي مرکز) څه يې درنه پټه کړم په زړه مې يو ښايستوکی درد حس او د ميدان وردګ حال مې مخې ته ودرېد له وردګو مې ګيله وشوه چې داسې کارونه يې ولې ندي کړي او کوي يې ولې نه او ورسره پدې يقيني شوم چې اسد دانش په ريښتيا لوی کار کړی، يو تلپاتې بنسټ يې اېښی او دانش هسې دانش ندی ده علم پيژندلی او پوهه يې د دې وطن تر ټولو لويه اړتيا بللې چې بې شمېره کتابونه يې چاپ کړي او لا هم کرار ندی ناست …  زه په همدې سوچ کې وم چې يو نابلده غږ مې واورېد: آرمله په څه سوچ کې لاړې څه عاشقي ماشقي خو بدې نه وي شروع کړې … حواس مې په ځای شول له دانش صيب سره مې روغبرړ وکړ .

له پوښتنو او ځوابونو چې ور فارغ شو دانش صيب مخکې شو او موږ قطار پسې جوړ کړ په تنګو زينو پاس وختو دا نش صيب يوه لويه دوه پله يي دزوازه پرانيسه د ننه ورغلو په کتابونو مو سترګې خښې شوې د هرې څانګې کتابونه بېل بېل اېښودل شوي وو زه کابو هرې څانګې ته ودرېدم، کتابونه مې تر نظر تېر کړل او په همدې ترڅ کې مې د مجروح صيب ځانځاني ښامار چې نه يې لرم را واخيست، لټ په لټ مې په لاسونو کې واړاوه.

 وحيد عاطف چې د ميدان وردګ د راډيو تلويزيو ريس دی په دانش صيب غږ وکړ : يره دانش صيب چې پدې کتابتون کې خو مو آرمل يو کال دوکاله کلک تړلی وای شايد چې ټول به يې لوستي وای او ښه به پرې موړ شوی وو … [ما په زړه کې وې چې په کتابونو به نو  ښه موړ شم] دانش وخندل او مخکې شو له شانه بيا ليکه پسې جوړه شوه درېيم پوړ ته وختو دا نش صيب هره کوته او د هرې کوتې اړتيا او کمالونه  را وښودل او داسې يې پکې بلد کړو چې ممکن ځينې پيسدار چې کورنه يې لږ لوی دي په خپلو کورونو کې هم دومره نه وي بلد. وروستي پوړ ته ورسېدو، دانش صيب د يوې کوټې ور خلاص کړ او موږ ټول داخېل ته ورغلو، کېناستو، دانش صيب په زوره وويل: جاوېدجانه!! وه جاوېدجانه چای راوړه او زر يې راوړه !

دانش بيا خبرې پيل کړې: هغه څوک دی او دا بل چې حق په جانب ناست دی څه نوميږي … چې يوه تن دوه ترموزونه کېښودل، د پيالو شرنګا شوه هر يوه شين چای ور پورته کړ ، دانش صيب بيا د خبرو سخاوت پيل کړ : دا اوبه د چينې دي هغه سندره ها چې شعر يې د امجد شهزاد تاسې به اورېدلې وي چې وايي:

چې راځې لږ شانته دارو راله د زړه راوړه

 ماله  د لغمان خوږ اوبه راوړه …

شهزاد دا چينه او دا اوبه يادوي ښه ځانونه ماړه کۍ تاوان نلري او ځايونه شته … د حاضرينو خولې له خندا نه ورټولېدې، يوازې ښا ښا يې ويل… تر ډوډی وروسته يوه بل اوطاق ته لاړو مېوه راغله چای کېښودل شو او يو نوی کس چې تر اوسه نه معلومېده را څرګند شو، اسد دانش غږ پرې وکړ شاممد استاز پخير رالې پخيرا رالې… استاد کېناست چې کتل مو يوه بل کس لوی تور بکس په ځمکه کېښود او  ارمونيه يې ترې را ويسته، شاممد استاز هم چندان ځنډ ونکړ او فنکارې ګوتې يې وروړې، خو ښه وه تياره وه لکه رباب چې سست او کش کړه کار يې ونه غوښت. د ارمونيي غږ جګ شو ټول غلي شول چې د شاممد غږ ورسره ملګری شو نو واړه په خوند کې لاهو شول او د اصیلې موسقي په ورشو ورګډ شول …

سهار چې را پاڅېدو هوا ښکلې وه، جنتي وه، طبيت مې ښه و ، چای بېل کيف وکړ تصميم ونيول شو چې يو ځای چکر ته لاړ شو د کامې په طرف وخوځېدو په کرغيو ولسوالۍ ور روان شوو تر کروندو او ښکلو منظرو وړاندې لاړو، غر مخې ته راغی په سپېره غره کې تور سړک لا ښکلې ننداره جوړ وله … چې يو ځای لوی سيند ته ورسېدو ډرېور وويل دا کامه ده، تر پله تېر شو مخکې د نيالو بزغليو (قوريو) ته موټر بريک شول، دانش صيب او څو نور کسان د نيالو په لور لاړل چې د لېمو، زيتون، نارنج، خرما، انار… ونې واخلي زه او رفيع الله آرمان د سيند خواته لاړو ، کنړ سيند خپه خپه پاکيستان ته روان و خو  په کامه يې لور زيات وو او ماته هغه لنډۍ را ياد شوه چې وايي :

کامه به ولې ښايسته نه وي

چې کونړ سيند د زړګي وينې ورکوينه

ګلدانۍ او نيال مو د موټرو په ډالو کې واچول په ننګرهار چې اوس د کابل غوندې په ګردونه پټ وو ورغلو تر ښار يې ښوی تېر شو په درونټه کې مو کبان وخوړل، دمه مو جوړه کړه او د کابل نيت مو وکړ ، يوه ګړۍ به وتلې وه چې د لغمان درې لارې ته ورسېدو دانش صيب لغمان ته لاړ او قاري چې د دانش خپرونديي ټولنې چارې ورپه غاړه دي له موږ سره کابل ته روان شو . له موږ سره د ميدان ښار وال انجنير محمود اميري هم د دې ښکلي سفر ملګری و چې د سفر مالي لګښت هم دده ضمه واري وه.

 چې راغلو نو کابل په دوړو پټ وو، ګروپونه لکه په اوبو کې د چې روښانه کړي وي تت معلومېدل د ماښام مونځ به قضا وو .

پای ۱۳۹۳-۱۱-۲۴

One thought on “جنتي هوا / محب الله آرمل”
  1. yere khond ye rake . laghman kho laghman dai aw kama kama

    kash de Danish pe ser nor 1000 Danish saiban paidaa shi. aw kash de laghman khaiste hawa pe ser tol wantan gulzar shi.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *