ماشوم وم، مور مې يو غرنى ګل راکړ، بې رنګه او باد وهلى معلومېده، د مور سترګو ته مې وکتل او ګل مې بوى کړ، په ذهن مې د کليوال پسرلي جادويي وږم خور شو، يوې جنتي وږمې په خپل پلو کې را ونغاړلم.
د فطرت سينګار شوې ناوې غاړه راکړه، غرونو ته وختم، په سيندونو کې ورک شوم، په چينو کې وبهېدم او د هوا له څپو سره مې لوبې وکړم، خو چې بېرته را ستنېدم، نو د مور له هر پل سره مې له ګلونو ډکې تاندې ونې ولاړې وې او له هرې ډبرې سره يوه لګېدلې شمعه اېښې وه .
٢٠١٤ د جون ٤مه