زموږ ټولنه يوه ټنبله ټولنه ده.خپلې دې ټنبلی ته بيا ډېر ديني دلايل وړاندې کوي او د هغه ديني دلايلو څخه غلطه معنا اخلي‌.
دوی دا وايې چې جنت کې به فقيران وي او شتمن اکثريت به په جهنم کې وي يا دا وايي چې دا دنيا د کفارو لپاره د مزو ځای او موږ ته دوزخ دی.
په ټوله کې داسې انګېري چې چا‌ په دې دنيا کې سختی تېرې کړې دي هغوی به په هغه دنيا کې خوشحاله او راحت وي.
دا خبرې بلکل سمې دي خو ددوی برداشت چې کوم دی هغه کاملا غلط  دی.
په اسلام کې ورکونکی لاس د اخیستونکي څخه غوره دی‌ او مسلمان بايد‌ په خپله د‌حلال رزق لپاره زحمت وباسي.
پيغمبر ص وایي :ښه مال د صالح انسان لپاره څومره ښه دی.
په بل ځای کې وایی نېږدې ده چې فقر د کفر سبب شي.بل ځای کې پيغمبر ص داسې دعا کړې ده‌: اې ربه! د غريبی د فتنې،کفر او فقر څخه تاته پناه‌ دروړم.
امام ابو حنیفه وایي: هغه څوک چې په کور کې د خوراک لپاره څه نلري استشاره ورسره مه کوی ځکه د هغه فکر تيت او زړه یې مشغول وي.
غريبي په ټولنه کې حضور له منځه وړي،حضرت ابوذر غفاري وايي چې زه هغه انسانانو ته چې کور کې د‌خوراک څه نلري حيران یم چې څنګه په خلکو توره نه ور اوباسي.
د فخر فقر هغه فقر دی چې انسان یې د الله ج په وړاندې حس کړي نه هغه فقر چې د انسان په وړاندې یې حس کړي او د خپلې ټنبلی بې تدبيری په سبب کور‌او کلی نا ارامه کړي.
مسلمان به کار کوي،ګټي به یې اما مال داره کېږي به نه،یعنې څه چې ګټي هغه به ذخیره کوي نه د خپل ضرورت په اساس به یې په پراخه سينه مصرف کوي خو باقي به فقيرو خپلوانو،همسايه ګانو او مسلمانو وروڼو ته ورکوي.
ډېری مو يو بل مرض لري هغه دا چې وايي دنيا لعنت شوې ده،دهمدې خاطره تل کې څوک‌ ددنيا‌په‌ کار کې مشغول ويني ورته دنيا پرست ښکاري خو دا‌پوښتنه نه کوي چې ددنيا کوم مخ لعنت شوی دی؟
ددنيا لومړی مخ:دا مخ‌ د الله پاک اسما حسنا انعکاس کوي،دهغه ښکلاوې ښکاره کوي او مسلمان یې په ليدلو سبحان الله،الحمدالله وايي او د الله ج‌د معرفت په لار کې ورباندې فکر کوي.
دوهم :ددنيا دا‌مخ اخرت ته ګوري،دا دنيا د اخرت مزرعه ده‌،موږ دلته نيکي کرو،نېک اعمال کو او هلته يې بيا مېوه اخلو.
دريم:دا‌مخ لعنت شوی او د‌ لعنت وړ دی،ددنيا دا مخ ګناهونو،دنفس افراطي غوښتنو،غفلت او ټنبلی ته ګوري،چې دا مخ‌غولونکی او د انسان ستر دښمن دی.
په نن ورځ کې چې دنيا‌او په خاصه توګه مسلمانان د غربي نړی د سخت ګواښ سره مخ دی نو ورته پکار ده چې دنني عصر مطابق امکانات ولري او ددې امکاناتو شتون په ښه اقتصاد سره کېږي او ښه اقتصاد ښه تعليم يافته خلک‌و ته اړتیا لري.
په دې کې شک نشته چې زموږ توکل‌ په رب دی‌خو هېره دې نه وي چې هغه د مخلوقاتو سردار هم ميدان ته د خپلې ذرې او امکاناتو سره لېږلو او وروسته به هغه توکل کولو نو موږ هم باید لومړی خپل ټول وس سره خپل امکانات ولرو او هغه سره توکل وکړو او د‌خپل هېواد او دين دفاع‌ وکړو خپلو خلکو ته خپلې کورنی ته داسې يو هېواد جوړ کړو چې په راحت سره د‌خپل رب ورکړل شوی لطف افغانستان هېواد کې ژوند وکړي خپل رب وپېژني او د‌پاک سبحان هم ددې نړی څخه لطف شوی نصيب واخلي هم هغه طرف ته تياری ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *