ژباړه: نورالله غازي يار-
( د ايټاليا د خلکو کيسه)
د ايټا ليا د سيسلي په ښار کې د ګوفا په نوم يو کس اوسيدو، دی په ساده توب کې دومره مشهور شوی و، چې تر لرې لرې ځايونو يې اوازه تللې وه. يوه ورځ له يوه بل ښار څخه يو څو کسان سيسلي ښار ته د ګوفا د ليدلو لپاره راغلي وو، دوی ډېر شوخ هلکان وو، غوښتل يې چې د ګوفا له ساده توبه يوڅه خوند واخلي. يو ورځ سهار وختي له دې کسانو نه يو کس د ګوفا کور ته ورغی، ګوفا د کور دروازه کلکه تړلې وه، هغه کس دروازه وروټکوله، ګوفا چې د کور دروازه پرانيسته، نوموړي کس په حيرانۍ ورته وکتل او ترې وی پوښتل:
ــ رنځور خوبه نه يې، رنګ دې راته زېړ غوندې ښکاري!؟
ګوفا ورته وويل:
ــ زه بيخي رک روغ يم، ته څوک يې او څنګه راغلی يې؟
هغه کس چې ده ته يې په ځير ځير کتل وويل:

ــ زه يو سوداګر يم؛ خو ته اوس زما خبره پرېږده او دا راته ووايه، چې څه درباندې شوي دي، سترګې دې هم سرې دي اوشکله دې هم په بله اوختې. . .
ګوفا په خپلو شونډو ژبه راتېره کړه، ځان يې سره نيغ کړ او په ډاډ يې وويل:
ــ زه رک روغ يم، هيڅ هم نه دي راباندې شوي، ته نور له دې ځايه ورکېږه! زه له تا نه هيڅ هم نه اخلم، لږ وروسته په خپله بازار ته ځم، چې څه مې خوښ وي، هغه اخلم. . .
وايي ړوند له خدايه څه غواړي دوه سترګې، دې کسانو همدا غوښتل، چې ګوفا له کوره راووزي، دوی په خپل پروګرام کې بريالي شول. يو څو ساعته وروسته ګوفا له کوره راووت او د بازار په لورې روان شو، چې لږ مزل يې کاوه، شاته يې پام شو چې يو څوک ورپسې روان دی، چې مخ ورته راواړاوه، نوموړي کس په ځېر ورته وکتل:
ــ ماما! حالت دې راته ښه نه ښکاري، لکه چې مړکېږي!؟
ګوفا ورته لاندې باندې وکتل:
ــ دا څه وايې، پيريان دي غږوي او که په خپله غږېږې، زه بيخي روغ جوړ يم، هيڅ داسې کمی راکې نشته چې زه مړ شم. . .
هغه کس ورته وويل:
ــ دا خو ته وايې چې روغ جوړ يم؛ خو ستا په بدن کې داسې پټه ناروغي ده، چې تا ژوندی نه پرېږدي. . .
ګوفا لږه شيبه ورته وکتل او نور يې ګامونه ګړندي کړل. ده چې لږ مزل کاوه، يوبل کس په مخه ورغی، هغه کوفا ته په ځير وکتل او ورته وی ويل:
ــ ماما! حالت دې ډېر خراب دی، بيخي د مرګ په حالت کې يې!؟
له دې سره ګوفا په سوچ کې ډوب شو، زړه کې يې وويل، هسې نه چې په رښتيا مړ شم، ټول مخلوق راته وايې چې مرې. . .
ګوفا په همدې سوچونو کې ډوب و، چې په دې کې يو بل کس ورته راغی او ورته وی ويل:
ــ ماما لکه چې ډېر سخت ناروغ يې! زه دې کورته ورسوم؟
ګوفا بې له ځنډه په خواره خوله ورته وويل:
ــ هو، ما تر کوره ورسوه، ښايي په رښتيا به رنځور يم، زه به په ځان نه پوهېږم. . .
هغه کس ګوفا تر مټو ونيو، ورو ورو يې روان کړ او ورته وی ويل:
ــ ټول ځان دې لکه اور داسې سور دی، دا کوم ډول ناروغي لرې؟
ګوفا په رنځوره لهجه وويل:
ــ نه پوهېږم. . رنګ مې هم زېړ دی. . . سترګې مې هم سرې دي او د بدن تودوښه مې هم . . . ناڅاپه زياته شوه، هله زر شه کور ته مې زر ورسوه.
ګوفا يې کور ته راورساوه، پر کټ يې اوږد څملاوه او بيا يې ورته وويل:
ــ تا ته د ډاکټر اړتيا ده، زه درته يو ډاکټر وګورم.
له هغو کسانو نه ورته يو کس ډاکټر شو، ګوفا يې لټ په لېټ کټ کې واړاوه راواړوه، هغه لکه رښتيا چې ناروغ وي، له خولي يې ځګيروی خوت.
ډاکټر له يو څه ځنډ وروسته وويل:
ــ په ډېرې خواسينۍ سره بايد ووايم، چې دی د ښه کېدو نه دی، ډېر ژر به خپل ژوند له لاسه ورکړي. . .
ګوفا چې دا واوريدل، ته وا اسمان يې په سر راوغورځيد، په ژړغونې غږ يې وويل:
ــ نه، نه، ډاکټره، زه دومره ژر مرګ نه غواړم، ماته په دنيا کې ډېر زيات کارونه پاتې دي. . .
ډاکټر ورته وويل:
ــ ماما! زه خو دې له مرګه نشم بچ کولی، لږ وروسته به. . .
ډاکټر لاسي ساعت ته وکتل او بيا يې نورو کسانو ته مخ کړ:
ټيک ټاک د غرمې دوولس بجې به دی مړ کېږي.
چې کله د غرمې دوولس بجې شوې؛ نو ټولو ورته په کوکو او غوغا پيل وکړ:
ــ وای خدايه! زمونږ کوفا مړ شو، زمونږ خوږ ملګری، وای ای . . . .
د ګوفا باور راغی چې اوس لکه چې په رښتيا مړ شوم، هغو کسانو لکه د مړي دواړه لاسونه ورسيده کړل، سترګې يې ورپټې کړې، ګوفا چوپ چاپ او بې حرکته پروت و، تيږه به دې خورولې وه؛ خو دی نه خوريدو. هغوکسانو د ګوفا کټ مټو ته پورته کړ او له خپل کوره يې را وويست. ګوفا پټې سترګې پروت و، هغه پوهيدو چې د خښولو لپاره مې هدېرې ته وړي. د ګوفا د جنازې په ليدو ځخت ډېر خلک له کورونو راووتل، شور ما شور يې جوړ کړ، دوی به په ګڼه ګوڼه کې ځان تيراوه او د ګوفا جنازې ته يې ځان رساوه. ګوفا که هرڅومره ساده سړی و؛ خو د چا زړه ترې نه و ازار شوی، په خلکو ډېر ګران و، د ده کېسې په ټول ښار کې خوله په خوله ګرځېدې او خلکو به ورته خندل، ده بل هم ډېر ښه خوی درلوده، هغه دا چې له هر چا سره به يې په کارونو کې مرسته کوله او د ده کېسو ته به خلکو له خندا تشي نيولي وو. د ګوفا د جنازې د بدرګه کولو لپاره له کورنو، دوکانونو او هوټلونو نه په زرګونو کسان راوتلي وو، چې د ده جنازه به يې وليده؛ نو اوښکې به پرې راماتې شوې.
په دې دومره خلکو کې يو داسې کس هم و، چې ګوفا سره يې نه لګيده، هغه د يوه هوټل اشپز و، ده چې د خلکو ګڼه ګوڼه وليده، د هوټل نه راووت، دباندې خبر شو، چې ګوفا مړ دی او جنازه يې تېرېږي، په لوړ غږ يې وويل:
ــ ده ته اوس دومره خپګان کوی، دا خو له پخوا نه په مړو کې حساب و، ځنګه وايي چې خس کم جهان پاک. . .
ګوفا چې د اشپز دا خبره واوريده، سخت په غوسه شو، په کټ کې نيغ کيناست اوچيغه يې کړه:
ــ اې مرداره اشپزه! ته ډېر پست انسان يې، چې زما د مرګ په وخت کې هم داسې خبرې کوې، که زه ژوندی وای؛ نو ستا خوله به مې درماته وای؛ خو افسوس چې مړ يم. . .
هغو کسانو چې دده جنازه يې اخيستې وه، د هغه کټ په ځمکه کېښود او په داسې حال کې چې له خندا نه کاږه واږه کيدل، له هغه ځايه وتښتيدل. کوم خلک چې هلته راټول وو، حيران دريان ودريدل، ګوفا چې په خپله هم حيران و، يو خوا بل خوا يې وکتل، په کوڅو، واټونو او د دوکانونو مخې ته په زرګونو خلک راټول دي؛ نو وی ويل:
ــ واه، واه، جنت خو کټ مټ زما د ښار غوندې دی!