د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایي، د غزني د پولیسو په کچه نظم تر بل هر وخت بهتره شوی، د محلي پولیسو لخوا پر خلکو ډوډۍ خوړل منع شوي، او ما ټولو هغو خلکو ته چې محلي پولیسو پرې ډوډۍ خوړلي څو اونۍ مخکې اعلان کړی دی چې زه شخصاً د دوی د شوي مالي تاوان ورکړې ته تیار یم.

امرخېل وایي، په وروستیو کې طالبانو د خپلو نفوذي اشخاصو په وسیله په غزني کې د لاریونونو په نامه د آشوب قصد درلود چې د دې پلان یوه برخه یې کامیابه شوه او د دښمن په ګټه ناوړه تبلیغات وشول.

امرخېل وایي، کله چې زه په اندړو کې وم، هلته مو د طالبانو د مخابرې تماسونه کشف کړل چې د لاریونونو تیاری یې نیود او خلک یې منظمول.

امنیه قوماندان وایي، د لاریون ترسره کېدلو لپاره له پلان او له طالبانو سره د ځینو اشخاصو په ارتباط خبر وم، ځکه مې د طالبانو ځینې ملاتړي توقیف کړل.

جنرال امرخېل وایي، په غزني کې وروستی لاریون د محلي پولیسو د پوستو د لرې کولو او طالبانو ته د سیمې د تخلیې په منظور، یو کامل غیرطبیعي، غیرخودجوشه او سازماندهي شوی حرکت و، لاریون کوونکو ته طالبانو پنځلس موټر بېګار کړي و او د لاریون کوونکو په ادعاوو کې له حده زیاته مبالغه شوې وه.

جنرال امرخېل وویل، د محلي پولیسو په لیکو کې ځینې ستونزې وې خو دا ستونزې غزني ته زما له ورتګ سره تر ډېره حده هوارې شوې او ما د پاڅون هغه افراد د قانون منګولو ته وسپارل چې شکایتونه پرې موجود ول. د لاریون په نامه اوسنی آشوب مطلقاً د دښمن په ګټه او د هغوی په هڅونه شوی دی.

امرخېل وویل، زه د پاڅون یا محلي پولیسو په لیکو کې د افرادو خپلسري نه تحمل کوم، او شدید قانوني برخورد ورسره کوم خو دا هم نشم منلای چې د نظام له منځه دې د مخالفینو په اشاره نظام او د نظام افراد تخریب شي.

جنرال امرخيل وویل، که دا خلک ریښتیا د اندړو د ناموس له غمه مړه وي، ولې یې تېره میاشت د وشنونو د کلي په پېښه غږ پورته نه کړ چې مخالفین پکې د اخترمحمد نومي کور ته په بد نیت ورغلي و، او د اختر محمد د زوی لخوا دری مخالفین ووژل شول. که دوی ریښتیا د وحشت خلاف وي نو دا هره ورځ چې پر پاخه سړک خلک ښکته کېږي او د طالبانو لخوا وژل کېږي ولې غږ نه پورته کوي؟

By Editor2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *