تاند،چهار شنبه، د اسد ۲مه: د پاکستان د پوځ مشرجنرال باجوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان په سوله غږېدلي.

د ناستې زیاتره برخه پر افغان سوله راڅرخېده چې ویل کېږي دواړو لوریو په افغانستان کې پر یو کورني حل او د ښکېلو غاړو په مذاکراتو ټینګار وکړ.

دغه لیدنه کې مایک پومپیو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان سولې برخه کې پرمختګونو ته دې ژر تر ژره لار اواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *