تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خنډونه له منځه یوسي
جنرال باجوه د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د قول اردوګانو له قومندانانو سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان سوله او په سیمه کې ثبات د پاکستان لپاره مهم دی.
هغه په دې اړه جزییات ورنکړل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به خنډونه څه ډول له منځه یوسي خو ټینګار یې وکړ چې هیواد یې چمتو دی ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې د بن بست له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې ، د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره اغیزمن ګامونه واخلي.
د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي ویلي چې له فرصت څخه باید په اغیزمنه توګه د بین الافغاني خبرو لپاره استفاده وشي.
تېره اوونۍ ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات تیره پیل شي ، خو طالبانو د دې ډلې د بندیانو له خوشې کولو څخه د انکار په پلمه له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې.
ولسمشر غني تیره اونۍ د ۵ زره طالب بندیانو د مشروط خوشې کیدو امر وکړ ، خو طالبانو د مشروط خوشې کیدو مخالفت کړی دی.