د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه اعتراف کړی چې د پاکستان په دیني مدرسو کې ترهګر روزل کېږي او باید پرمدرسو څارنه زیاته شي. پوښتنه داده چې ښاغلی باجوه اوس پردې پوه شوی که پخوا هم پوهېده چې په لسګونه زره مدرسو کې له څه وخت راهیسې څه تېرېږي؟ خو مخکې له دې چې په دې اړه  تبصره ولرو غوره ده چې په خپله د دغو مدرسو په اړه یو څه مالومات وړاندې کړو!

  د پاکستان اړوند څانګو د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له ۲۰ زرو زیاتې ثبت او راجستر مدرسې شته خو ځینو سرچینو بیا د راجستر او غیر راجستر مدرسو شمېر له پنځوس زرو هم زیات اټکل کړی، دا داسې مهال دي چې دا شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی. یوازې د راجستر مدرسو زده کونکو شمېر ۲ میلیونه ښودل شوی خو که غیر راجستر ورسره جمع شي نو شمېر یې له پنځه میلیونه هم اوړي. د افغانستان د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۱۷ زره دولتي او خصوصي ښوونځي شته خو په پاکستان کې په ښکاره خو یوازې ددیني مدرسو شمېر د افغانستان د ټولو ښوونځیو په پرتله درې برابره زیات دی. پوښتنه داده چې ددغو مدرسو فارغان کومې اړتیاوې پوره کوي، په دغه هیواد کې څو میلیونه جوماتونه شته چې د دومره شمېر مدرسو فارغان په کې ملایي وکړي. روښانه ده چې نه د مدرسو دغه ټول فارغان جوماتونو کې د امامت له پاره روزل کېږي او نه هم هغوی په مدرسو کې یوازې دیني زده کړې کوي بلکې دا مدرسې د پاکستان پراختیا غوښتنې له پاره جوړې او په افغانستان کې د خپل ستراتېژیک عمق ترلاسه کولو، له هندوستانه د کشمېر جلا کولو او په پاکستان پورې د هغه(کشمیر) تړلو او هم د هند کمزوري کولو او په ټوله کې د هندوستان پرضد جګړه کې د پاکستان پوځ د ښي مټ رول لوبولو له پاره جوړې، تمویل او د لږ دیني زده ترڅنګ تر ډېره پوځي او ترهګریزې زده کړې په کې کېږي.

د پاکستان پوځ دا ترټولو خطرناکه او ارزانه پوځ ته خورا زیات ارزښت ورکوي دا ځکه چې ښایي لږ لګښت یې د پاکستان حکومت پرغاړه وي نور ټول لګښت یې د پاکستان دننه او بهر کې ځینې کړۍ ورکوي، ښایي ځینې ناخبره کسان هم د اسلامي عقیدې له مخې پاکستاني مدرسو ته بسپنه ورکړي خو ددغو کسانو شمېر په نشت شمار دی، د دې عکس له بهره ان میلیاردونه ډالر ورته راروان دي چې د کره مبلغ مالومول یې ځکه ناشوني دي چې له بېلابېلو غیرقانوني لارو راوړل کېږي. بله داچې د پاکستاني مدرسو مشران په روژې میاشت کې سعودي عربستان، کویټ او د خلیج نورو بډای هېوادو ته ځي او د مدرسو له پاره ذکاتونه، سرسایې او نور خیراتونه راټولوي چې بیخي زیاتې پیسې کېږي. دا نو اوس لکه لمر روښانه ده چې د همدغو مدرسو زده کونکي په افغانستان، کشمیر، د هندوستان نورو سیمو، منځنۍ اسیا، قفقاز، منځنۍ ختیځ، شمالي افریقا او نږدې ټوله نړۍ کې په یو نه یو ډول ترهګریزو کړنو کې ښکیل دي. د خدام الدین په نوم د پاکستاني پنجاب یوې مدرسې مشر ویلي چې ده یوازې له خپلې مدرسې ۱۵ جګړه مار کشمیر ته د جګړې له پاره لېږلي.

د باجوه دا خبره چې د پاکستان په دیني مدرسو کې بنسټپالي روزل کېږي او پر مدرسو باید څار زیات شي، هسې تصادفي خبره نه بلکې یو حسابي پلان او پروګرام یې ترشا پرت دی،   دا ځکه چې یو وخت د پاکستان پوځي حکمران جنرال پرویز مشرف ورته څرګندونې کړې وې او ګټه یې هم کړې وه. کله چې په ۲۰۰۴- ۲۰۰۵ کلونو کې په اروپا او نوره نړۍ کې پرله پسې ترهګریز بریدونه وشول او څه ناڅه د ټولو رېښه په یو نه یو ډول د پاکستان مدرسو ته ورسېده، مشرف د یو حساب شوي پلان له مخې پر مدرسو کلکې نیوکې او اعلان یې وکړ چې دغو مدرسو د پاکستان نوم بد کړی دا او ….دا. ده ژمنه وکړه چې ټولې مدرسې به راجستر شي، د مدرسو نصاب کې به عصري علومو ته ځای ورکول کېږي د ټولو زده کونکو سندونه به کنترولیږي… څه او څه.

دهمدغو څرګندو په رڼا کې هماغه وخت د بریتانیا لومړی وزیر توني بلر پاکستان ته سفر وکړ او د مدرسو نصاب سمون په نوم یې له پاکستان سره ۴۰۰ میلیونه پونډه مرسته وکړه. له هغې زمانې دادی نږدې لس کاله تېرېږي خو نه مدرسې راجستر او نه یې نصاب سم شو او نه په دې برخه کې بل کوم مثبت ګام پورته شو بېرته د چا خبره هماغه خرک او هماغه درک و او دی. اوس چې باجوه دا خبره کوي نو له هغه وخت سره یې کوم توپیر نه شته او هغه دا چې د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر په ستراتیژي کې پر پاکستان د فشارونو زیاتوالي ګواښ شوی او هم پاکستان د ترهګرو ملاتړي په توګه یاد شوی، پاکستاني پوځيان پر هغه هېواد د فشارکمولو له پاره د نورو هڅو ترڅنګ دا هم وایي چې د پاکستان په مدرسو کې بنسټپالي روزل کېږي، په دې سره غواړي له یوې خوا نړیوالو ته ځان سپین چرګ وښیي او له بلې خوا که شونې وي په دې پلمه بیا هم پیسې ترلاسه کړي خو حقیقت دادی چې تر هغو چې پاکستان د نړۍ د نقشې پرمخ وي هیڅکله له دغسې ارزانه، خطرناکه او کم لګښته پوځه نه تېریږي یوازې هغه وخت دا چاره شونې ده چې پاکستاني چارواکي په رښتیا سره درک کړي چې ددغه ډول کړنو په سبب به یې د هیواد پایښت له رښتیني ګواښ سره مخ شي له دې پرته د هیڅ راز بدلون تمه نه شي ترې کېدی.       

One thought on “جنرال باجوه رښتیا له مدرسو شکایت کوي؟| روښان زرغون”
  1. د ملایانو ،مولاناګانو او مولویانو بړستنې هم پکې تودې وې . ناخبره والدین خپل زامن د دین د زده کړو لپاره دغه د لواطت او افراطیت کارخانو ته استوي او چې کله فارغیږي او لونګۍ تړي له ….. یې د خان ګل خولۍ جوړه شوې وي او په سترګو کې یې ویني جوش وهي او د هیڅ چا مال او ناموس ترې خوندي نه وي .
    پاکستان ریښتیا هم ددې مفت او بې مصرفه لښکر مخه نه نیسي او د خپلو مقاصدو لپاره یې Strategic Asset بولي خوافسوس د هغو بې خبره افغانانو په حال دی چې اوس او د دومره حقایقو له څرګندیدو سره سره هم خپل کم عمره زامن د پاکستان مدرسو ته لیږي چې په اول سر کې د ملاصاحبانو پرې شپه ګرمه وي او وروسته بیا د پاکستاني استخباراتو د لاس اله .
    کاشکې مونږ ټول په خپل چم ګاونډ کې د هغو بیخبرو خلکو سترګې خلاصې او ذهنونه روښانه کړو چې خپل کم عمره زامن یا د دین سره د مینې له وجې او یا هم د اقتصادي مشکلاتو له وجهې دغو مدرسو ته ورسپاري او نور نو له هیڅه خبر نه دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *