تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، له افغانستان سره د همکاري ډاډ ورکولی شي خو د افغانستان تروریزم خپل هیواد ته نه شي پرېښودای.
جنرال قمر جاوید باجوه د یکشنبې په ورځ /اګست ۲۷/ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د تروریستي ضد همږغۍ د مکیانیزم په څلور اړخیزه غونډه کې وویل، تروریزم نړیوال ګواښ دی. پاکستان په خپله خاوره کې بې توپیره د ټولو تروریستانو خوندي پناهځایونه له منځه وړي دي.
باجوه د دوشنبې ښار د غونډې په څنګ کې د افغانستان د پوځ له لوی درستیز جنرال شریف یفتلي سره هم وکتل.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، باجوه له یفتلي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې پاکستان په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره د افغان لوري هر ډول وړاندیز ته تیار دی.
ده د افغانستان او پاکستان د پوځونو د کاري ګروپ او ګډ کار له جوړولو رانیولې د دواړو خواوو د اندېښنو د پای ته رسولو لپاره د حکومتونو د خبرواترو په کچه د امنیتي سپارښتنو تر چمتو کولو پورې په هره برخه کې همکاري ته تیاري وښوده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان لوی درستیز د باجوه وړاندیزونه ومنل او مننه یې ورڅخه وکړه.
د چین، افغانستان، تاجکستان او پاکستان د لویو درستیزانو په ګډون دا غونډه وروسته له دې جوړېږي چې امریکا په زغرده وویل، د تروریستانو مرکزونه او پناهځایونه په پاکستان کې دي او نور یې نه شي زغملی.
باجوه په عین حال کې وویل چې پاکستان اجازه نه شي ورکولی چې د افغانستان تروریزم پاکستان ته ورشي.
پاکستان پخوا ویلي و چې په خپله خاوره کې افغان طالبان د دې لپاره نه ځپي چې پاکستان د تروریستي حملو له خطر سره مخامخ کېږي.
سرتاج عزیز تېرکال په ښکاره وویل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي خو که پاکستان د هغو خلاف اقدام وکړي ټول طالبان به لاسونه سره ورکړي او د پاکستان امنیتي ستونزې به ډېرې شي.