تادین خان

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي، د طالبانو له لورې په کندهار کې د سولې په نوم خوشي شوي، کسان ټول ملکي وګړي دي او نظامیان پکې نشته.

د تادین خان په وینا، د خوشې شویو شلو کسانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یوه یې په ۱۳۸۸ کال کې په پولیسو کې دنده درلوده، خو وروسته یې پرې ایښې وه.

ښاغلي تادین خان ویلی، طالبان د سولې پروسه کې رښتنې نه دي او دغې ډلې مخکې هم یو شمېر ملکي وګړي د امنیتي ځواکونو په نوم کلونه – کلونه له ځان ساتلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په ښورابک کې پاکستان سره په فرضي کرښه ۲۰ تنه افغانان له خپلو شکنجه خانو څخه سور صلیب ته وسپارل.

بلخوا افغان حکومت وايي، تر اوسه یې ۳۶۰ طالبان خوشې کړي دي او دا لړۍ به تر ۱۵۰۰ تنو پورې ورسوي.

که څه هم د دواړو لوریو لخوا د بندیانو په رابطه دا تورونه شته چې نه هم حکومت په بشپړ ډول طالب بندیان خوشې کړي دي او نه هم طالبانو د افغان حکومت سرتېري راخوشې کړي دي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد بیا د دې اقداماتو هرکلی کړی او د بندیانود تبادلې د پروسې په چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

One thought on “جنرال تادین: د طالبانو لخوا خوشې شوي بندیان ټول ملکیان دي، یو نظامي په کې نشته”
  1. ټالبان به په شکنجه خانو کې دولتي او امنیتي پرسونل نه وي ساتلي. ځکه د افغانستان زړورو امنیتي ځواکونو څو ځله د دوي شکنجه خانې ماتې او سلګونه بندیان یې ترې راخلاص کړیدي.
    ټالبان اصلا د افغانستان امنیتي منسوبین ژوندي نه ساتي ، حتی هغه بېوزله انجنیر چې وایی زه افغانستان ته خدمت کوم پدې خبره له خدای ورکړي ژوند نه محروم کړ.
    خو دا چې یو څو مظلوم او بې دفاع کسان د یویشتمې پيړۍ د وحشیانو له شکنجه ځایونو نه خلاصیږي ، دا هم د لوی پروردګار ذات رحم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *