تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه: له نهو امریکایي دیپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو وروسته د امریکا یو بل پخواني پوځي چارواکي جنرال جک کېن ویلي ښایي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د ترهګرو لپاره امن پټنځای شي.
دغه پخواني مریکایي پوځي ویلي، امریکا ته نده په کار چې د ټولو سرتېرو د ایستلو تېروتنه وکړي.
دده په وینا د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به د پاکستان په سرحدي سیمو کې د القاعده شته غړي بیا راپورته شي او په افغانستان کې به جګړه وکړي.
هغه زیاته کړې چې وسله وال طالبان هم پر سیاسي حل باور نه لري او دوی د جګړې نسل دی چې ښایي خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.
جنرال جک زیاته کړې چې امریکا دې پر طالبانو باور نه کوي او په افغانستان کې دې د خپلو ځواکونو حضور ته ادامه ورکړي.
نوموړي د سولې هوکړې په اړه هم اندېښنه ښودلې او په خبره یې تر دې دمه هم ددغه هوکړې جزیات له خلکو سره نه دي شریک شوي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.
جنرال جک کېن په دا داسې حال کې خپله اندېښنه شریکوي چې له ده وړاندې تیره ورځ هم پخوانیوو سفیرانو او یوشمېر ډیپلوماتانو هم ورته څرګندونې کړې وې.
او له وخت مخکې یې د بهرنیوو ځواکونو ویستل د امریکا تیروتنه بللې وه .