له پاکستانۍ ايکسپريس ورځپانې سره د ای ايس ای د پخواني مشر جنرال حميد ګل مرکه

ژباړه : محمد شفيق همدرد

په دې مرکه کې ډېرې په زړه پورې او نوي خبرې شوي چې د لوستونکو لپاره به بې ګټې نه وي . جنرال يو ځلې بيا په پوره اخلاص دا څرګندوي چې پاکستان د تېرو څلويښتو کلونو راهېسي په افغانستان کې لاسوهنه کړې . که څه هم مرکه اوږده ده ، خو زه به يې هغه برخې را واخلم ، چې په افغانستان پورې اړه لري . (ژباړن)

————————

د جنرال لنډه پيژندنه !

حميد ګل په ۱۹۳۶ زيزديږکال د نومبر په ۲۰ مه د پاکستان په سرګوده سيمه کې پيدا شوی لومړنی زده کړې يې په خپل کلي کې تر سره کړي ، د لږ مهال لپاره د لاهور په دولتي پوهنتون کې هم پاته شوی ، په پوځ کې تر شاملېدو وروسته يې نظامي زده کړې تر سره کړي . په ۱۹۵۷ کې يې په زر هي برخه کې دنده واخيسته ، په ۱۹۶۵ کې د هند سره د جنګ پر مهال يې د ټانک قطعې د مشر په حيث دنده لرله ، له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۶ پورې يې د جنرال ضياء الحق په لارښونه او سر پرستۍ د بټالين قومندان دنده تر سره کوله ، هغه مهال ،چې جنراال ضياء د زرهپوشو د عمومې قومندان په توګه دنده تر سره کوله نو جنرال حميد ګل ته يې د بهاالپور د نظامي مدير په توګه طرقي ورکړه . په ۱۹۸۲ کې جنرال ضياء نوموړی د ملتان د زرهيپوشو د لوی قومندان په توګه و ټاکه . په ۱۹۸۷ کې د جنرال اختر عبدالرحمن تر لرې کولو وروسته د ای ايس ای د مشر په توګه وټاکل شوو . نوموړی تر ۱۹۸۹ کاله پورې دغه دنده تر سره کړه ، په ۱۹۸۹ کې د افغان مجاهيدنو په مرسته په کشمېر کې د يو شمير وران کاره فعاليتونو مشري هم کوله . د جنرال حميد دغه دوه نيم کلنه دوره ډېره جنجالي او داسې ويل کيږي ،چې د اوسنيو نا اراميو او تاوتريخوالي بنسټ بلل کيږي .

مرکه

ايکسپريس : په پاکستان کې دا خبره ډېره کيږي ، چې اوسني حالات د ای ايس ای د کړه نو زيږنده دي ، په مذهبي تاو تريخوالي کې هم د څارګرو ادارو لاس ښول کيږي ، د نشي توکو ، جهاد او کلاشينکو د دوده بنسټ هم   په ای ايس ای پورې ور تړل کيږي ، ستاسې په اند په افغان جهاد کې موږه څه ترلاسه او څه مو له لاسه ورکړل ؟

حميد ګل : د دې تر شاه پوره داستان پورت دی ، تاسو ګورئ ،چې په دې کې يو عجيب او غريب شئ دی ، چې د پاکستان د تاريخ د دوه متضادې څېرو سره تړوا لري ، يو ذوالفقار علي بهټو او بل جنرال ضياءالحق ـ زموږ اټومي پرواګرام ښاغلي بهټو پيل ؛ خو ضياء الحق پای ته ور ساوه ـ خلک له تاريخ سره دومره نا بلده دي ،چې وايې افغان جهاد هم ګواکې جنرال ضياء پيل کړی ! خو ريښتا دا دي ،چې دا لړۍ هم د بهټو صيب له وخته را پيل شوې ـ

په ۱۹۷۴ ز کې ،چې په پنجشېر کې پاڅون پيل شوو ؛ نو هغه مهال جنرال نصير الله بابر د سرحد ايالت ( خيبر پختونخوا ) د سرحدي ځواکونو مشر وو . حکمتيار ، رباني ، احمد شاه مسعود او نور ډېر کسان ؛ خو لومړی همده ته راتلل ! د دې جنګونو پيل بوټو صيب کړی او بيا طالبان ،چې پيدا شول ؛ نو دا کوم چا ويل ،چې هغوی زموږ زامن دي …او دا خبره هم د پيپلز ګوند غړي جنرال نصير الله بابر کړې وه .

هغه مهال ،چې شورويانو په افغانستان کې کار پيل کړ نو دلته يې هم پر ضد مبارزه پيل شوه ، ماته د بوټو صيب د وخت معلومات نه کيږي ؛ خو په دې پوهيدم  چې هغه مهال لا دلته ځنې کسان د افغانستان لپاره روز کېدل ، هغوی ته وسلې هم ورکول کېدې او ښه سمه مرسته ورسره کېده .

بيا هلته د ثور (غوايي ) انقلاب وشوو، د هغه په وړاندې يو مقاومت شروع شو، د هغو کسانو ،چې هلته يې کمونيستي افکار پياده کول او اسلام پالو ترمنځ اخ اوډب شروع شوو ، ځکه افغانستان يوه بنسټ پاله ټولنه ده نو ځکه يې هلته په وړاندې مزاحمت پيل شوو . د نور محمد ترکې حکومت راغی ،چې يوکمونيست پلوه حکومت وو ، جالبه خبره دا ده ،چې نور محمد ترکي تر لسمه په ملتان کې زده کړې کړې وې ، همداراز احمد شاه ابدالي ،چې داوسني افغانستان بنسټ يې اېښودونکی دی هم دلته په ملتان کې زېږېدلی او تر څورلس کنلۍ پورې همدلته پاته شوی ! زما موخه له دې خبرو دا ده ،چې زموږ دافغانستان سره نه شلېدونکې اړېکي دي ، زموږ د ژغورلو لپاره ،چې دلته د تاريخ په اوږدو کې کوم اتلان راغلي ، پرکومو مو،چې د خپلو توغنديو نمونه هم ايښي لکه ، غوري ، غزنوي ، ابدالي ؛ دا هغه کسانو وو ،چې موږ يې څو واره ژغورلي يو. محمد بن قاسم خو له بيرونه راغلی و، خو هغه مهال ،چې مرهټوو دلته موږ د ځمکې خمير کړو نو شاه ولي والله احمد شاه ابدالي ته ليک وليږه ،چې موږ و ژغوري نو هغه وو ،چې زموږ د ژغورنې لپاره هغه راغی . همداراز زموږ ګڼ اولياو کرامو او ادبي شخصيتونو تعلق له همدې سيمې دی .

بيا هم وايم ،چې زموږ له دې سيمې سره نه بېليدونکې اړيکې دي او په هيڅ ډول سره نه شوو بېلې دای ، زه به دا به ووايم ،چې موږه په دوو قالبونو کې يو ځان يوو . تاسې د هغه مهال ټولې پېښې و څېړی ،چې موږ د شوروي په مقابل کې جنګ کاوه نو تر دونيمو کلنو پورې د امريکې درکونه نه وو ، بلکې موږ په يوازې سر دا جنګ کاوه او دا هم غلطه خبره ده ،چې موږه ټول کارونه دامريکې په اشاره کول ، موږ خپل اهداف هم لرل او امريکا خو موږه پرېښودو او له چله وله يې کار اخيست . موږ هغه مهال افغان مجاهيدينو ته د دوهم نړيوال جنګ پاته ټوپک ور کړل همدا راز تاسې به حيران شئ ،چې د لاهور له بازاره مو ورته بانسونه او سوټي هم واخيستل . دا سمه ده ،چې په دې جنګ کې بيا وروسته امريکا هم راګډه شوه ، اما همدا موږ وو ،چې هلته مو د روسانو پرمختګ ډب کړی وو او همدا موږ وو ،چې بيا وروسته مو همدا لوی طاقت مات کړ او بلاخيره هغوی ( روسان ) له افغانستانه وتوو ته مجبوره شول .

زموږ پوځ مستقيمآ هلته عمليات نه کول ؛ بلکې دا زما د ای ايس ای کسان وو ،چې هلته يې خلکو ته روزنه ورکوله ، زه خپله هم دوه ځله هلته ( افغانستان ) تللی يم ، زما دواړه زامن هم په جهاد کې شامل وو.

خو بيا کله ،چې د امن خبره شوه ، نو ما ځان په خطر کې وا چاوه او يوازې هلته لاړم ، زما هلته ډېر عزت کېده ، که اوس هم افغانستان ته لاړ شم نو زما به ډېر قدر او درناوی وشي . زه د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال ،چې هلته د ازادۍ جشن نمانځل کېده هم د ځانګړې ميلمه په توګه بللی شوی وم ، حقيقت دا دی ،چې موږ يو ډېر لوی جنګ ګټلی وو ، دا پټ جنګ پوځ نه بلکې ای ايس ای پر مخ بېوه ؛ په دې اساس ای ايس ای د نړۍ په کچه هغه لومړی درجه څارګره اداره ده ،چې نه يوازې د پټ جنګ د تر سره کولو توان لري بلکې د نور جنګونه هم کولی او هم ګټلی شي . نو په دې اساس د دښمنانو په سترګو کې ای ايس ای اغزی دی .

اوس چې دا خبره کيږي ،چې د کلاشينکوف   او هيروينو فرهنګ د افغان جهاد زېږنده ده نو دا خبره بالکل غلطه ده ، د دې جهاد دومره ګټې وې ،چې موږ به يې په حسابه ولو ستړي شوو ، چې مهمې به يې زه درته په ګوته کړم .

لومړی دا چې پر موږ ټول نړيوال بنديزونه ختم شول ، موږ داسې يو جنګ ګټلی ،چې په ترڅ کې يې د منځنۍ اسيا ۷ هيوادونو ازادي ترلاسه کړه ، د شوروي اتحاد له منځه تګ وو ،چې زموږ لپاره لوی خطر وو ، موږ په ډېره چوپتيا اټومې بم جوړکړ ، دوی پوهيدل ،چې موږ اټم بم جوړه وو ، خو موږه له هغوی سره چالبازي وکړه ، هغوی ( غربيان ، امريکا ) مجبوره وو ، موږه يې هم د همدې مجبورۍ ګټه پورته کړه او اټومې طاقت شوواوس ،چې مودي ( دهند لومړی وزير ) هرڅومره پر پاکستان د بريد خبرې کوي مانا نه لري ؛ ځکه اوس موږ د اټومي بم له برکته محفوظ يوو ، په همدې مهال مو کوبرا هلي کاپټړ ، ايف ۱۶ هارپونه مزايل .. او نور ګڼ پوځي اسلحې تر لاسه کړې ، په داسې حال کې ،چې په ۱۹۷۱ کې زموږ دفاعي نظام صفر وو .

دا هغه څه وو ،چې موږه د افغان جهاد له برکته ترلاسه کړل ، دا زموږ خپل هنر وو . دا چې خلک وايي ،چې موږ د امريکا ډول ته ګډيږو سمه نه ده ، که داسې وای ولې   يې زه لوی درستيز نه کړم ؛ ځکه ما لوی جنګ ورته ګټلی وو ، دا سمه ده ،چې جنګ افغانانو کاوه ، خو لارښونه يې ټوله زما وه ، او اوس نه امريکا او نه هم اروپا يي هيوادونه ماته ويزه راکوي ، لامل يې دا دی ،چې زه يو پاکستانی يم او هغه ټول کارونه ما د دوی لپاره نه کول ، نو خبره دا،چې دکلاشينکوف فرهنګ د رواجولو تور په افغان جهاد پورې تړل مناسبه خبره نه ده . دا خبرې په رسنيو کې هغه کسان کوي ،چې سيکولران دي ، دوی ته هم جهاد خوند نه ورکوي او امريکې ته هم ، دا پاکستان طالبان هم د امريکې په هڅو رامنځ ته شوي .

ايکسپريس : زموږ د بهرنۍ پاليسۍ په کوم ځای کې ستونزه ده ؛ که موږ د روس سره اړيکې ښې کړو نو د امريکې غبرګون به څه وي ؟

حميد ګل : زما په اند له ايران سره زموږ د اړيکو پر ښه کولو فکر پکار دی ؛ موږ مړه شوو ،چې څنګه له هند سره سوداګريزې اړيکې ښې کړو ،په داسې حال کې ،چې هند زموږ په درد نه خوري . ايران هغه ټولو توکو ته اړتيا لري ،چې پاکستان يې توليده وي . موږ تل له هند سره په سوداګرۍ کې زيان کړی . بله مهمه خبره دا ده ، چې ځنې خلک   له هند سره پر اړيکو جوړه ولو کې ډېر افراط کوي ، په داسې حال کې ،چې زموږ او هند ترمنځ د کشمير ستونزه پر ځای پاته ده ، موږ ته په پوځ کې روزنه هم د کشمير د ازادۍ په مقصد راکول کېده ، په همدې اساس وه ،چې جنرال کياني ويلي وو ،چې زموږ دفاعي محور هند دی ، نو په دې خبره ترې مايک مولن خفه شوو او همدا لامل وو ،چې په اخيري دريو کلونو کې کياني امريکې ته سفر ونه کړ . اوسني لوی درستيز راحيل شريف هم دا خبره کړې ،چې کشمير زموږ په وينه کې ګډ دی . نو يوې خواته د هند په وړاندې داسې فکر او نور بيا ور سره د ښو اړيکو خبرې کوي ،چې دا دوې متضادې لارې دي ـ پر افغانستان موږه له تېرو څلويښتو کلنو راهيسې پيسې او وسايل مصروفه وو ، له هغه پيله تر اوسه پوره څلويښت کاله وشول ،چې هلته فعاليتونه کوو . زموږ ټول حکومتونه بايد هغه بهرنۍ پاليسې ،چې په ۱۹۷۴ ز کې جوړه شوې پر مخ يو سي ؛ کنې لکه دا اوس ،چې زړه نا زړه يو نو نا کامه به هم وو .

3 thoughts on “جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه”
  1. دا په رښتیا د وزی زوی دی چی په خپله موږ سپریږی.
    ګرانو دوستانو پدی خو موږ له اوله پوهیدلو چی آی اس آی دا ۴۰ کاله کیږی چی د افغانستان په مقابل کی جکړه پر مخ وړی او دا لړۍ لا هم دوام لری. زه ټولو افغانانو ته بلنه ورکوم چی په لاندی لینک کی د پیریانو جګړی په نوم کتاب ولولۍ که چا نه وی لوستلی ترڅو د همدغی غمیزی په ټولو ابغادو باند تر بیخه پوری ځانونه خبر کړی. ډیر مهم او ډیر هر اړخیزه معلومات به د ددغه کتاب په لوستلو سره تر لاسه کړی.
    د خدای بښلی زرموال صاحب نه نړۍ مننه چی دا کتاب یی له انګریزی نه پښتو ژبی ته ژباړلی دی خدای پاک د ښکلی جنتونه ورته په نصیب کړی. همدارنګه د کتابتون له ټولنی هم مننه کوو چی همدغه کتاب یی انلین کړی دی
    دلته یی لوستلای شی:http://kitabtoon.com/kitabona/tarikh/258-pyriano-jagrhe

  2. پدی کی خو هیچ شک نشته چی د افغانستان د ورانی او تباهی اصلی لامل همدوی دی .

    1. دغه شخص څنګه ښه پر شریعت برابر دی څنګه ښه ږیره ، ښه مسنونه لنګوټه اونور هم ډیر ښه خویونه لرې !!!! زموږیومحلې متل دی چې وایې : پیشې که شرم درلودلای دچړې نوم به یې نه اخیستلای. دوی بیچاره ګان چې په سیمه کې دبیګانه و او کفارو دغلامۍ تا ریخ یې په سیمه کې سا رۍ نلرې. هغه ددوی لاس پوڅې او غلامان با ید دده په خبرو وشرمیږې. دلوی احمد شا ه با با او دنورمحمد تره کې په با ره کې چې کوم درواغ ویلې دې هغه درواغ یې هم سا ری نلرې. الله دې دی اودده نور هم فکره دنمرود ، فرعون ، شداد او ابوجهل په شان هلاک اونیست اونابود کړې سره ددوی دلاس پوڅو او مزدورانو چې هغوی هم هلاک شې. چې زموږ ګران هیواد او هیوادوال یې دشر اوضرر څخه خلاص شې. امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *