جنرال عبدالرشید دوستم

تاند، پنجشنبه، د عقرب۹مه: جنرال دوستم د جوزجان اقچې ولسوالۍ ته د طالبانو له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته ځان رسولی او د دغه ولایت پر خلکو یې د طالبان پر ضد د سرتاسري پاڅو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې د سه شنبې په ورځ طالبانو د اقچې ولسوالۍ په پوستو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ افغان سرتېري ووژل، خو نن چې جنرال دوستم دغې ولسوالۍ ته ورغلی، طالبانو یې پر موټریز کاروان د اقچې ولسوالۍ په وردوي دروازه کې برید هم کړی دی.

جنرال دوستم له دغه برید وروسته ځايي خلکو ته په وینا کې غږ کړی چې د طالبانو پر ضد دې راپورته شي: (( کور په کور وګرځئ، د طالبانو پر ضد راپورته شئ، راځئ چې طالبان فاریاب او سرپل پورې وځغلوو، دریو میاشتو کې وعده درکوم چې طالبان به درته ورک کړم.))

 دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی وايي، طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د جوزجان مردیان ولسوالي محاصره کړې ده او په اقچه، فیض اباد، قرقین، منګجیک او خانقا ولسوالیو کې یې هم بریدونه زیات کړي دي.

 خو جنرال دوستم وايي، د خپلو خلکو د اندېښنې د رفع کولو لپاره ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځي او اقچې ولسوالۍ ته هم په همدې نیت ورغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *