تاند- جنرال دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې نوموړی به ممکن په یوه اوونۍ کې له نژدې یو کال جلاوطنۍ وروسته خپل هیواد ته راشي.

جنرال دوستم، چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، د تېر کال په مې میاشت کې د درملنې په نوم ترکیې ته لاړ او بیا رانغی.

جنرال دوستم وروسته له دې ترکیې ته لاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پرې د جنسي زور زیاتي تور پورې کړ.

د تېر کال په جون کې یوه الوتکه، چې ویل کېږي دوستم پکې سپور و، د مزارشریف په هوايي ډګر کې کښېناستو ته پرې نښودل شوه.

ویل شوي چې د ارګ یو استازی کابو دوې اوونۍ وړاندې ترکیې ته لاړ او له جنرال دوستم سره یې وکتل.

د جنرال دوستم د ملي غورځنګ یوه غړي محمد عظیم قوایاش ځینو رسنیو ته ویلي چې د جنرال دوستم او ولسمشر غني ترمنځ خبرې روانې دي.

ده دا هم وویل چې ولسمشر غني دوستم ته ویلي چې هیواد ته ستون شي.

دا خبره ارګ او خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *