تاند- راپورونه وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې پر احمد ایشچي د جنسي تېري او شکنجې تورونه پرې لګېدلي وو، بالاخره نن /جمعه/ تُرکیې ته لاړ.
جنرال دوستم ته نژدې سرچینو تایید کړه چې نوموړی ترکیې ته تللی دی.
دغو سرچینو ترکیې ته د جنرال دوستم د تګ د علت په اړه ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د صحي معاینو لپاره ترکیې ته تللی دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي چې دوستم د الکولو د اعتیاد د ستونزې ترڅنګ وبل کېږي چې د شکر ناروغي هم لري.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، مرستندویو هیوادونو د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي و چې په هغه صورت کې له افغانستان سره مرسته کوي چې دوستم ونیسي.
اروپايي اتحادیې د جنرال دوستم د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې او دیپلوماتانو په خصوصي غونډو کې ویلي چې د افغانستان د حکومت اعتبار عدالت ته د جنرال دوستم له کېکاږلو سره تړلی دی.
خو باور کېږي چې دوستم به یو ځل بیا ځان جلا وطنه کړی وي ځکه چې په وروستیو کې اوازې وې چې جنرال دوستم تر اوسني وضعیت غوره بولي چې د تل لپاره په ترکیه کې واوسي.
په وروستیو کې د ده زوی باتور دوستم د ملي اسلامي جنبش ګوند سرپرست وټاکل شو. د باتور سرپرستي هم داسي وانګېرل شوه چې دوستم خپل سیاسي او رسمي مقام خپل زوی ته لېږدوي.
جنرال دوستم له څو میاشتو راهیسې په خپل کور کې نظر بند و او د څارنوالۍ له لوري د تحقیقاتو لپاره مطلوب و.
جنرال دوستم د کرزي د ولسمشرۍ په موده کې هم د اکبربای له قضیې وروسته ترکیې ته جلا وطن شوی و.
.هر څوک چې زور او زر ولري چې هر ځه یې زړه وغواړی کولای شي .