تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال په انقره کې د ترکیې له صدراعظم سره د بندو دروازو شاته خبرې وکړې.

د ترکیې رسمي خبري اژانس اناتولیا وايي، د دغه هیواد صدراعظم بن علي یلدرم د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره په چانکایا ماڼۍ کې وکتل.

په راپور کې ویل شوي چې د ترکیې صدراعظم د ترکیې له ملت او دولته د افغانستان د حکومت او ملت د ملاتړ مننه وکړه.

د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته په کابل او جوزجان کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ننګه او د کودتاچیانو پر ضد مظاهرې وشوې.

د ترکیې له کودتا وروسته په زرګونو پوځیان او نور دولتي کارکوونکي نیول شوي او یا له کاره ګوښه کړای شوي دي.

د ترکیې صدراعظم د افغانستان له مرستیال ولسمشر سره په کتنه کې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د دواړو خواوو د خبرو ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *