تاند- د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د تورخم په جګړه کې د وژل شویو سرحدي پولیسو د کورنیو له غړیو سره د پیسو او خوراکي موادو مرسته وکړه.

 د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې په دې باب ویل شوي:« د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم له لورې د سرحدي پولیسو د درې قهرمانو شهیدانو له کورنیو سره د پنځلس زره امریکایي ډالرو د نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، دا مرسته چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال سلاکار مولوی محمد نبي ایوبي په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ته راوړې وه، نن د غبرګولې په ۳۰مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د شهیدو سرتېرو کورنیو ته وسپارل شوه.

2د دې مرستې د ورکړې پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم له ننګرهار والي سره ټلیفوني خبرې وکړې. ده شهیدانو ته د جنت الفردوس او د هغوی د کورنیو غړو ته د تسلیت ووایه.

جنرال دوستم د سرحدي ځواکونو مېړانې وستایلې او د جګړې پر مهال یې شهید سرتېري د ملت قهرمانان وبلل او همدا راز یې ژمنه وکړه چې د دوی کورنۍ ته به ژر تر ژره د سرپناه ستونزه حل او د شهیدانو اولادونو ته به د زده کړو زمینه هم برابره کړي.

جنرال دوستم تر دې وړاندې پرون په شبرغان کې اعلان وکړ چې له ۵ زرو سرتېرو سره د هیواد د دفاع لپاره تورخم ته لاړ شي.

د مرستیال ولسمشر د دیني چارو سلاکار مولوي محمد نبي ایوبي وويل:«شهید ګل محمد، شهید ضیاء الرحمن او شهید خوشحال د ټول هېواد شهيدان دي او دوی په خپله سرشیندنه د هېواد دفاع وکړه.

نوموړي زیاته کړه، د ولسمشر د لومړي مرستیال له لورې د پېښې هر شهید کورنۍ ته ۴ نیم، څلورنیم زره امریکایي ډالر نغدي او همدا راز د پنځه، پنځه سوه امریکایي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته ځانګړې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *