تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وویل چې له طالبانو څخه د هیواد د تصفیه کولو لپاره یې شل زره کسیز څواک چمتو کړی دی.
جنرال دوستم پرون په جوزجان کې له حکومت سره د طالبانو د یوه لوی قومندان د یوځای کېدو په مناسبت غونډې ته د ټېلفون له لارې په وینا کې وویل:«شل زره کسیزه ډله مې تیاره کړې چې د شمالي او لوېدیځو ولایتونو امنیت به وساتي او د طالبانو کمبله به په دې ولایتونو کې ټوله کړي.»
جنرال دوستم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني په مهال هم د طالبانو د ځپلو لپاره د شل زره کسیز ځواک د جوړولو وړاندیز کړی و.
ده همداراز وویل:« د کندوز ولایت له تصفیه کولو وروسته به په بل ګام کې کونړ د طالبانو له وجوده پاک کړم.»
که جنرال دوستم داسي ځواک جوړ کړي ښايي د ده پخوانی سیال عطا محمد نور تر طالبانو هم زیات وارخطا کړي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د حکومت ۲۲۰ وسلوال مخالفان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي .
د دې ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وویل، دغو کسانو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په په غوښتنه له جګړې لاس واخیست.
ښاغلی جوزجاني وايي، تېره اونۍ د ولسمشر لومړي مرستیال د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د دولت یو شمیر مخالف وسلوال د سولې له بهیرسره یو ځای کیدو ته وهڅول .
د جوزجاني په وینا د همدې هڅو په نتیجه کې د چارشنبې په ورځ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو دوه مهم قومندانان مفتی نعمت الله او مولوي محمد صالح د ۲۲۰ وسلوالو سره د سولې له پروسې سره یوځای شول .
جنرال عبدالرشید دوستم له مولوي محمد صالح او مفتي نعمت الله څخه وغوښتل چې په خپله سیمه کې د سولې او امنیت په راوستلو کې برخه واخلي او له نورو مخالفو سرګروپانو او قومندانانو سره تماس ونیسي چې پخلاینې ته حاضر شي.
جنرال دوستم خه جه واءي، رشتيا واءي او به عمل كي ثابته كري او ثابته وي. دومره به ووايم جه همدا دوستم به وي جه نظام ته به دملا تير او دتكيا به شان طاقت وركوي . اودا دوستم به وي جه اشرف غني ته وفادار باتي شي.دازما شخي عقيده ده دجنرال دوستم به هكله.