تاند- وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان په شمال لوېدیځ کې غورماچ ولسوالۍ ونیوله، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم فاریاب ولایت ته روان شو.

د فاریاب او بادغس ولایتي چارواکو وویل چې وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ سهار د غورماچ ولسوالي ونیوله.

ویل شوي چې د ولسوالي په مرکز کې مېشتو پولیسو په غورماچ کې د اردو اډې ته شاتګ کړی او ولسوالي یې طالبانو ته ورپرې ایښې ده.

ویل شوي دي چې د غورماچ د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۱ طالبان او څو امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

غورماچ ولسوالي تېر کال هم وسله والو طالبانو نیولې وه او شاوخوا یوه میاشت یې په کنټرول کې وه.

غورماچ اصلاً د بادغس ولایت مربوطه ده خو په وروستیو کلونو کې په موقتي ډول له فاریاب سره وتړل شوه.

په همدې حال کې د فراه ولایت د مرکز په شاوخوا او د غور ولایت په دولتیار ولسوالي کې هم جګړې دوام لري.

ویل شوي چې طالبانو د غور دولتیار ولسوالي کلابنده کړې ده.

One thought on “جنرال دوستم د غورماچ ولسوالي د بېرته نیولو لپاره شمال ته روان شو”
  1. ههههههه
    په دی منډو رامنډو خو به ښه ستړی سوې وي!
    وام غلی کینه! کوم یو ځاۍ به تری بیرته ونیسی؟
    اوس خو یی نیمایی افغانستان ونیوائ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *