تاند- د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د فاریاب په عملیاتو کې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو له لوري د ملکیانو د وژلو ادعاوې رد کړې.
دوستم ادعا وکړه، هغه کسان چې پر ده د ملکیانو د وژلو تور لګوي دا ډول خبرې د هغو سیمه ییزو استخباراتي ادارو له لوري کوي چې د هیواد په روان تشدد کې مستقیم لاس لري.
ویل کېږي چې د جنرال دوستم تر امر لاندې ځواکونو په شمال په تېره بیا فاریاب ولایت کې د ملکي خلکو په ځانګړي ډول پښتنو پر کورنو بریدونه کړي، د هغوی شتمنۍ یې لوټ کړي او ځوانان یې وروژلي دي.
د سیمې ځینو خلکو شکایت کړی چې یو شمېر خپلسرو وسله والو له روانو ګډوډیو څخه په استفادې نه یوازې د پښتنو بلکې د ځینو غیر پښتنو کورونه هم لوټ کړي دي.
ویل شوي چې وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو او کلیو کې مورچې نیولي او له هماغه ځایه پر دولتي او دوستمي ځواکونو بریدونه کوي او چې کله متقابلې ډزې پرې وشي عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي. دا هغه تاکتیک دی چې طالبان یې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي په جنوب او ختیځ کې کاروي.
خو جنرال دوستم وايي، څوک چې پر ده د ملکیانو د وژلو او ځورولو تور پوري کوي هغه کسان دي چې د طالبانو د مشر ملا عمر فاتحه یې واخیسته.
ده وویل، کله چې کابل ته ستون شو دا مسله به د ملي امنیت په شورا کې راپورته کړي او د هغو کسانو د عدلي تعقیب غوښتنه به وکړي چې پر ده یې د ډله ییزې وژنې تور پوري کړی دی.
جنرال دوستم وايي، د افغانستان روانه جګړه هغه مهال پای ته رسېدای شي چې پاکستان او آی ایس آی د افغانستان له حکومت سره د زړه له کومي همکاري وکړي.
Salaamona.
Rashed Dostm is Gelaam jam .He was Gelaam jam.He will be Gelaam jam.He wont change.
General Dostum is fighting terrorism and he is killing the Arab, the Pakistani and Afghan Taliban. At some stage the honourable Pashtuns must stop all their support to the blood thirsty Taliban criminals or else their sons will be killed. Dostum’s fight is for the safety of all Afghans, including the Pashtuns.
اگر مردم افغانستان آینده متحد و درخشان را می خواهند کل اقوام باید بر ضد دشمنان صلح و ثبات مبارزه کنند. هر وقت جنگ در مناطق خاصی انجام می شود عکس العمل شدید بعضی از وطنداران عزیز را به دنبال دارد. غم و رنج همه افغانان مشترک است و کسانی که برای اندک اشخاص غم می خورند همانا غیر ملی و کم شعور استند.
اگر ما افغنستان یکدست و متحد می طلبیم باید عکس العمل را قومی نسازیم
فدا علی از بامیان