تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړی مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزي د فاریاب ولایت پر امنیتي وضعیت غونډه وکړه.
د جنرال دوستم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه نن /یکشنبه/ په ارګ کې وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د فاریاب د وروستي وضعیت په ګډون د هیواد پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي چې د ښاغلیو غني، دوستم، محب او ستانکزي غونډه د امنیتي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي پر لارو چارو متمرکزه وه.
د جنرال دوستم د دفتر پر اساس په دې غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په باب هم بحث وشو.
راپورونه چې په وروستیو کې ارګ ته د جنرال دوستم او د ده د ګوند د مشرانو تګ ډېر شوی دی.