تاند- جنرال عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه هیواد ته تر راستنېدو ۱۴ ورځې وروسته نن /دوشنبه/ په ارګ کې له ولسمشر غني سره ویني.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به په څه موضوع خبرې وکړي خو دوستم مخکې ویلي و چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره به د فاریاب ولایت د قیصار د قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو پر امکاناتو خبرې وکړي.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره د بدچلندۍ په قضیه کې له تورن کېدو وروسته ۱۴ میاشتې پخوا ځان په ترکیه کې تبعید کړ. ظاهراً د قوماندان قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرو د جنرال دوستم راستنېدو ته لار هواره کړه.
دوستم په تېرو ۱۴ ورځو کې، چې هیواد ته راستون شوی، د کابینې په غونډو کې ګډون نه دی کړی او خپل ډېر وخت یې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پر ضد د ايتلاف په جوړولو لګولی دی.
ده تېره اوونۍ د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور او د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د افغانستان لوی ايتلاف په نوم هغه ټلواله رسماً اعلان کړه چې درو مشرانو تېر کال د هغه بنسټ په ترکیه کې ایښی و.
ښاغلیو دوستم، محقق او نور په ترکیه کې د ټلوالې د بنسټ له اېښودو وروسته توانېدلي چې په ولسي جرګه کې د جنوبي او ختیځو ولایتونو څو پښتانه استازي هم ځان ته جذب کړي.
په همدې حال کې د ترکیې رسمي خبري اژانس انادولیا نن /دوشنبه/ په یوه راپور کې لیکلي:«جنرال دوستم چې په جنګي جنایتونو او جنسي تېریو تورن دی، افغانستان ته له ستنېدو وروسته د دغه هیواد په سیاسي ډګر کې کړکېچ رامنځته کړی دی.»