تاند- د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، په ملي امنیت شورا کې ځیني عناصر د تروریستانو پر ضد د ده د هلوځلو مخه نیسي.

جنرال دوستم، چې په شمالي ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره جوزجان ته تللی دی، قومي مشرانو ته په یوه غونډه کې وویل:«دوی ډارېږي چې جنرال دوستم به یو ګوند وځپي او جنبش به غښتلی کړي. دوی زما پر صداقت نه پوهېږي.»

ویل کېږي چې د افغانستان په شمال کې جمعیت ګوند او په ځانګړي ډول د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د جنرال دوستم د پلویانو پر قوت اخیستو اندېښمن دی.

جنرال دوستم وویل:«ما د ملي امنیت شورا ته په ځلونو وړاندیز کړی، په ځلونو مې د کندوز د سقوط د احتمال ورته ویلي او دوی ته مې دا هم ویلي چې زه په خپله کندوز ته ځم چې د سقوط مخه یې ونیسم. کله چې کندوز د طالبانو لاس ته ورغی زه په ترکیه کې وم. هر واري چې زه د ملي امنیت شورا ته وړاندیز کوم، دوی یې ردوي.»

د دوستم دفتر د نیویارک ټایمز راپور رد کړ

په همدې حال کې د مرستیال ولسمشر دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و، امریکا جنرال عبدالرشید دوستم ته د وېزې له ورکولو انکار کړی دی.

د دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې د نیویارک ټایمز راپور مغرضانه او بې اساسه بلل شوی دی.

د دوستم دفتر وايي، ټاکل شوې وه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امریکا ته لاړ شي خو د اقچې او کندوز نارامۍ سبب شوې چې ښاغلی دوستم په خپله د امریکا سفر لغوه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *